د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

مراد: په شمال کې د پوځي عملیاتو له کبله ۱۵۰ تنه 'تروریستان' وژل شوي


مراد علي مراد
مراد علي مراد

د دفاع وزارت چارواکي په شمال زون کې د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دولت د ۲۵۰ تنو مخالفو وسلوالو له مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد ویلي، چې په شمال زون کې یې د دولت مخالفو وسلوالو په وړاندې د عملیاتو په نتيجه کې چې له یوې اوونۍ راپدېخوا په بدخشان او کندز ولایتونو کې پيل شوي، تر دې دمه ۱۵۰ تنه وژلي او ۱۰۰ نور مخالف وسلوال یې ټپیان کړي دي.

مراد د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې د یادو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یوازې ۷ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

هغه وویل، چې ۴ تنه پوځیان په کندز ولایت کې او ۳ تنه نور هم د بدخشان ولایت په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي، خو د هغه په خبره چې په دې بهيرکې ملکي وګړو ته هېڅ ډول ځاني او مالي تلفات نه دي اوښتي.

جنرال مراد علي مراد چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قومندان جنرال حمیدالله حمید پېژندغوڼدې ته خبرې کولې زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه، په ځانګړي ډول ملي اردو له خلکو سره ژمنه کړې، چې د دوی ځان او مال به د دښمن له شره خوندي ساتي:

" په شمال زون کې په کندز او بدخشان کې عملیات په بریالیتوب پر مخ ځي، عملیات تر دې دمه دوام لري او پای ته نه دي رسېدلي، دښمن مو ډېر له ماتې سره مخ کړی، د هغوی ډېری کسان وژل شوي او موږ د افغانستان له خلکو سره تعهد کړی چې یا به سر ورکو او یا به هم د امنیت په اړه ستاسو وېره او اندېښنه له منځه وړو."

د مراد په خبره چې ډېری بهرني جنګیالي لکه چیچنيايي، ازبکستاني، پاکستاني او تاجک کسان د افغان پوځیانو په وړاندې په یادو عملیاتو کې جنګیږي چې شمال ته یې ناامني پېښه کړې ده.

د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال همدارګه وویل، چې د اسلامي دولت ډله يا داعش همدا اوس مهال په بدخشان ولایت کې فعالیت کوي او د دوی جنګیالي له افغان پوځیانو سره په نظامي اخ و ډب بوخت دي.

ښاغلي مراد زیاته کړه، په مخالفو وژل شويو کې بهرنيان هم شامل دي.

پداسې حال کې په شمال زون کې نا امنیو زور اخیستى چې هم د بلخ امنیې قومندانۍ او هم په شمال او شمال ختيځ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرپرستانو لخوا اداره کېده، خو اوس په یوه ورځ دواړو امنیتي ارګانونو ته یوځای نوي قومندانان معرفي شول.

جنرال حمید الله حمید په لویدیځ کې د ۲۰۵ اتل قول اردو پخوانی قومندان په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قومندان په حیث تعین شو.

په عین وخت د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وايي، چې په شمال زون کې یې د ترسره کړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۰ تنه مخالفین وژلي دي او پاتې نور هم له ماتې سره مخ دي.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ

XS
SM
MD
LG