د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

عبدالرحیمزی: ننګرهار د کریکټ کور دی، خو د سيالۍ لپاره میدان نلري


د افغانستان د کورني کریکټ مسول جار عبدالرحیمزي دغه څرګندونې د جمعې په مازیګر د ولسوالیو ترمنځ د کریکټ د وروستۍ پایلوبې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وکړې.

نوموړي وویل سره له دې،چې په ننګرهار کې د کریکټ استعدادونه زیات دي،په لوبغاړو کې خپله ذاتي وړتيا ډيره ده،ولې په جلال اباد ښار کې د کریکټ بورډ ادارې ته داسې کوم میدان په واک کې نه دی ورکړل شوی،چې ځوانان په کې سیالۍ وکړي:

"ننګرهار د کریکټ کور دی،خو د کریکټ لپاره په کې هيڅ شی نشته، زه فکر کوم دلته خلک شکي کیږي، چې دا څنګه د کریکټ کور دی، په دې باندې د کریکټ کور دی، چې خلک يي تکړه دي، قدرتي استعداد په کې دی، خو په دې کې چارواکو موږ سره هیڅ مرسته نه ده کړې ده"

نوموړي وویل،چې په دغو سیاليو کې دوی ډير داسې نوي استعدادونه وليدل،چې راتلونکی به يې روښانه وي.

نوموړي وویل،چې دوی دغه ډول سیالۍ په ټولو ولایتونو کې پلان کړي،خو د ختیځ زون کریکټ بورډ له نورو مخکې شو او دغه سیالۍ يې ترسره کړې:

له شک پرته په دغو سیاليو کې موږ داسې کسان ولیدل،چې ډير لوړ استعداد لري دوی لوبې وکړې نه یوازې د دوی استعداد ښکار شو، بلکې د دوی کورنۍ هم تشویق کيږي"

د ختیځ زون د کریکټ بورډ مسول بختيار ساحل وویل،چې په دغو سیاليو کې د کریکټ کليوالي لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی او له دې لارې به غوره لوبغاړي په نښه او مخته تګ وکړي:

"ددي سياليو نه هدف هم دا و،چې د خپلو کلو او ولسوالیو په سطحه باندې هغو لوبغاړو لپاره،چې ښه استعداد لري زمینه سازی وکړو، او له همدې لارې نه ولايتي سیاليو ته،بیا د زون سیالي او ان ملي لوبډلې ته به هم لاره پيدا کوي"

دغه سيالۍ، چې د ننګرهار د شپږویشت ولسواليو لوبډلې په کې شاملې وې، تېره اونۍ پيل شوې وې، چې پرون د جمعې په ورځ يې د ګردي غوث او کوچيانو لوبډلو ترمنځ پایلوبه وشوه، چې ددې سیاليو اتلولي د کوچيانو کریکټ لوبډلې په برخه شوه.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG