نړېوالو ورځپاڼو په قطر کې د پیل شويو خبرو او په افغانستان کې د افغان فلم اخیستونکو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو طالب قوماندانو د راتلونکې په اړه چې د امریکایي پوځي "بو بېرګدال" د خوشې کېدو په بدل کې آزاد شوي؛ د امریکایي او قطري چارواکو د خبرو په ارتباط یو مضمون خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي، د دغو پنځو تنو جګ پوړو طالب قوماندانانو له خوا چې له ګوانټانامو زندان نه قطر ته انتقال شوي؛ د امنیتي ډاډ حاصلولو په مقصد د پنجشنبې په ورځ خبرې پیل شوي دي.
د واشنګټن پوسټ په باور، دا خبرې تر ډیره حده د هغه ماموریت د مودې غځولو په اړه دي چې له یو کال راهیسي یې مشري قطر کوي او ورڅخه غوښتل شوي چې خوشې شوي طالب مشران باید تر نظارت لاندې وساتي او بهر ته د سفر اجاره به نه ورکوي.
ورځپانې د ځینو چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي په ډاګه کړي؛ لیکلي، امریکا او قطر د هغو بندیانو په اړه هم خبرې کوي چې نورو هېوادو ته تسلیم شوي دي.
ورځپاڼه زیاتوي، د قطر د مرکز دوحې په خبرو کې قطري چارواکو د طالب مشرانو د راتلونکي په اړه یو شمېر وړاندیزونه کړي. دا کسان د هغوی له کورنیو سره په قطر کې د میلمنو په صفت ژوند کوي.
واشنګټن پوسټ لیکي، د امریکا او قطر تر منځ د خوشې شویو طالب مشرانو د څارنې توافق د روانې عیسوي میاشتې په پای کې ختمیږي.
تېرکال د طالبانو پنځه تنه جګ پوړي قوماندانان د یرغمل شوي امریکایي پوځي "بیرګدال" د خوشې کېدو په بدل کې له ګوانټانامو زندان نه خوشي او قطر ته تسلیم شوي وو.
ورځپاڼې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مرستیال عبدالحکیم مجاهد خبرې هم راخیستې چې وایي؛ افغان حکومت او طالبان غواړي د سولې خبرې پیل کړي؛ خو دواړه لورې د زور له دریځه کار اخلي.
د مجاهد په باور، د طالبانو او افغان حکومت دې دریځونو په افغانستان کې جګړې سختې کړي دي.
ټایم:
ټایم مجلې په وروستۍ ګڼه کې د افغان فلم اخیستونکو په اړه په جوړشوي مستند فلم یو مضمون خپور کړی او د افغان عکاس یا فلم اخیستونکي نجیب الله مسافر دا خبره یې په غټو ټکو لیکلي چې وایي؛ یو بې تصویره هیواد، بې هویته هېواد دی.
په دي مستند فلم کې ښکاري چې عکاسانو او فلم اخیستونکو د افغانانو د ژوند بیلا بیل اړخونه ښکاره کړي دي.
په دې مستند فلم کې مسعود حسیني او د هغه میرمنې فرزانه واحدي او دغه راز وکیل کوهسار رولونه لوبولي او د دوی کارونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
ټایم مجله وړاندې لیکي، محسني د افغانستان د راتلونکې په اړه اندیښمن دی؛ خو په تېرو څو کلونو کې د رسنیو او فلم په برخو کې لاسته راوړنې د زیات اهمیت وړ بولي.
د مو سکارپیلي او الکساندر بومباچ په نامه دوه تنه امریکایان هم د دغه مستند فلم په جوړولو کې له افغانانو سره کار کوي.
سکارپیلې له محسني سره همنظره دی او وایي، دا مهال افغانستان یو خاص او نامطمنه ځاي دی او له همدې امله هر سړی په کې له احتیاطه کار اخلي.