د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

بدخشان: د خواهان قربانیانو ته مرستې د هوا له لارې رسيږي


افغان چارواکي د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د ځمکې د ښوییدو د پېښې له قربانیانو سره مرستې د هوا له لارې رسوي.

چارواکي وايي خواهان ولسوالۍ او هغې سیمې ته چې دا طبیعي افت په کې راغلی، د لارو خلاصیدل ښايي یوه میاشت وخت ونیسي.

خواهان د تاجکستان سرحد ته نژدې د بدخشان ولایت خورا لیرې پرته ولسوالي ده چې لارې یې د مرستیال والي په وینا د کال شپږ تر اوه میاشتو پورې بندې وي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمدبیدار وايي، د خواهان ولسوالۍ د جرم بالا کلی سړک نه لري او د ځمکې ښویېدو د پېښې مصیبت ځپلو ته د مرستو رسول د ځمکې له لارې امکان نه لري.

خو ښاغلي بیدار له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا یادونه هم وکړه چې د هوا له لارې د مرستو رسول اوس مهال د خرابې هوا له کبله ځنډېدلي دي:

موږ منتظر یو چې هوا صافه شي. نن ټوله ورځ پرواز ونشو ځکه هوا خرابه وه او باران و. که سبا بل سبا هوا صافه شي غواړو چې دا ټول شیان د هوا له لارې خلکو ته انتقال کړو تر څو د یوې- یوې نیمې میاشتې لپاره ورته کفایت وکړي. کله چې میاشت وروسته لاره خلاصه شي بیا د ځمکې له لارې ډبیلو اف پی وعده کړې ده چې د پنځه اتیا ټنه په اندازه مواد به خلکو ته وروړل کېږي.

ښاغلي بیدار زیاته کړه چې سیمه ییزې ادارې او د طبیعې پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې د جرم بالا د هغو اوسېدونکو لپاره چې په دې پېښه کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي، خیمې او نور مواد برابر کړي چې د هوا له ښه کېدو سره به واستول شي.

په جرم بالا کلي کې د سې شنبې په ورځ د ځمکې د ښویېدو په پېښه کې د راپورونو له مخې ۵۲ کسان مړه او ګڼ نور زیانمن شوي دي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې مسوول چارواکي وايي چې د جرم بالا د کلي شاوخوا اته سوه اوسېدونکي بې کوره شوي او د کال په دې وخت کې چې هوا هلته سړه ده له خپلو ماشومانو سره په ډاګ شپې او ورځې تېروي.

د بدخشان مرستیال والي وايي په دې کلی دوه سوه اوه دېرش کورونه وو، چې ټول ترځمکې لاندې شول.

دا قریه د خواهان د مرکزنه لېرې پرته ده، سړک هم نه لري، خلک په پیاده او د مرکب په مزلونو هلته ځي. په دې کې اوه نوي کورونه دي، دوه سوه اوه دېرش کورنیو ژوند پکې کاوه. دا قریه کاملا کښته تللي ده تقریبا د دېرش- څلوېښت مترو په اندازه.

د بدخشان مرستیال والي وايي؛ له زیانمنو کورنیو سره د حکومت او مرستندویو ټولنو مرستې وړلو ته تیارې دي چې د ځمکنیو لارو له خلاصېدو سره به زیانمنو کورنیو ته واستول شي.

د ګل محمدبیدار په وینا د خوړو نړیوال سازمان ډبلیو اف پي هم د جرم بالا کلي له خلکو سره د خوړو د موادو د مرستې ژمنه کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG