د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په خوست کې ۲۵ وسلوال وژل شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه وسلوالو د تریزیو او عليشیرو ولسوالۍ د بابرک تاڼې په امنیتي پوستو او د افغان ځواکونو په مرکز ډله
ییز برید کړی، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۲۵ وسلوال وژل شوي او
تر شلو ډېر وسلوال ټپیان شوي دي.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته
وویل، چې یاد برید چې د دونیم سوه وسلوالو له خوا د بابرک تاڼې په سیمه
کې پر افغان پوله ساتونکو پولیسو ترسره شو، د سهار تر شپږو بجو يې دوام
وکړ.

ده زیاته کړه، چې د وژل شویو وسلوالو څلور جسدونه هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.

مبارز ځدراڼ دا هم وویل، چې په دې برید کې دوه تنه افغان سرتیري هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي:

"تېره شپه وسلوالو د خوست ولايت د عليشېرو او ترېزيو ولسوالۍ اړوند په ببرک تاڼې او د سرحدي پوليسو په قرارګاه باندې ډله ییز بريد وکړ، چې د سهار تر شپږو بجو پورې يې دوام وکړ، وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله واوښته،په دې برید کې پنځه ويشت وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي"

د عیدمرجان په نوم د بابرک تاڼې یو تن اوسیدونکي وویل، چې دا ډېر سخت برید وو، ده وویل چې ډریورانو څخه يې واوریدل، چې تر پنځلسو پورې د وسلوالو جسدونه په موټرو کې پاکستان لوري ته ولیږدول شول او د پولې په پورې غاړې کې د ټپیانو له پاره په لوډسپیکرونو کې د وینې د ورکړې غوښتنه کیده.

د خوست پر بابرک تاڼې د بیګاني برید مسوولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي تلیفوني پیغام کې افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې ده، په پیغام کې ویل شوي، چې دوی د افغان ځواکونو څخه دوې امنیتي پوستې هم نیولي، خو د خوست ځايي چارواکي دا ادعا ناسمه بولي.

XS
SM
MD
LG