د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وایې، حکومت په پام کې لري چې د دولتي ادارو لپاره له کورنيو تولیداتو څخه استفاده وکړي.
د دې ټولنې رییس شیربازکمین زاده ازادۍ راډيوته وویل، په دې وروستیو کې جمهوري ریاست د دوی د تولیداتو لست غوښتی دی.
ښاغلي کمین زاده وایې چې تراوسه یوازې د دفاع وزارت د کورنیو تولیداتو د اخیستلو وړاندیز کړی دی:
″ولسمشر اشرف غني خپله ماته ټیلیفون وکړ چې دغه شیان تاسو لرﺉ، ما ورته وویل بلې صیب او حق اولیت لومړی د داخلي تولیداتو او داخلي کمپنیو دی، پرون یې د اقتصاد وزارت له خوا ماته مکتوب راورسیده او ویل یې چې تاسو د خپلو تولیداتو لست موږته راواستوئ.″
نوموړی همداراز وایې چې که چېرې په هېواد کې دننه د دوی تولید شوي توکي وکارول شي، نو د تولیداتو کچه به لوړه او ورسره په د اشتغال زمینه برابره شي.