د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۲۷

نوي ډیلي ته د افغان ولسمشرسفر د هند اندیښنې لیرې کړې


د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي او سیاسي کارپوهان هند ته د افغان ولسمشرسفر د اړیکو د پراختیا او د سولې او ثبات د راوستلو لپاره مهم بولي.

دوی وایي چې هند په سیمه کې د یوه ستر واک په توګه کولای شي چې له افغانستان سره د تروریزم په وړاندې په مبارزې او د سولې او امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د افغانستان د سولې او ثبات په ټینګښت کې له پاکستانه د افغان ولسمشر تمې ظاهراً هند په ویره کې اچولی وو.

د ولسي جرګي ځیني غړي او یو شمېرسیاسي کارپوهان وايي؛ هند ته د افغانستان د جمهوررییس وروستی سفر نه یواځې دا چې د هند دا اندیښنه او ویره لرې کړه بلکې د دواړو هېوادونو اړیکې یې نورې هم پخې کړې.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون یوه غړي عبدالقادرځاځي له ازادۍ راډیو سره په خبروکې هند ته د ولسمشرد سفر ټول اړخونه مهم وبلل:

″زموږ اړیکې له هند سره نه یواځې په اقتصادي برخه کې بلکې د سولې او امنیت په راوستلو کې هم ډېرمهم رول ادا کولای شي.

کومې وعدې چې هند وکړې چې زموږ پوځي برخې ته به ځیني تجهیزات ورکوي دا هم د افغانستان لپاره خصوصاً د سولې او امنیت د راوستلو لپاره ډېر اغیزناک تمامیږي.″

د افغانستان جمهوررییس محمداشرف غني په یوه درې ورځني سفر تېره دوشنبې هند ته ولاړ او هلته یې د هند له ولسمشر، صدراعظم او نوروچارواکو سره په بېلابېلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.

د هند صدراعظم نریندرا مودي له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې وویل چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړکوي او چمتو دی له تروریزم سره په مبارزه کې همکاري وکړي.

صدراعظم مودي وویل؛ د افغانستان او هند اړیکې نوي پړاو ته ننوتي او دا اړیکې نه یواځې د حکومتونو بلکې د خلکو ترمنځ ټینګې دي.

افغان ولسمشر وویل چې هند په سیمه کې د افغانستان د بهرني سیاست یوه مهمه کړۍ جوړوي او د سولې له هڅو یې ملاتړ ډېر مهم دی.

هند ته د افغان جمهوررییس په دې درې ورځني سفر کې په بېلابېلو برخوله هغې ډلې د استخباراتي معلوماتو په شریکولو موافقه وشوه.

د سیاسي چاروکارپوهان هم هند په سیمه کې یو ځواکمن اقتصادي او سیاسي واک بولي او وايي چې دا هېواد کولای شي د سولې او ثبات په ټینګښت او له تروریزم سره په مبارزه کې ډېره مرسته وکړي.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي؛ هند ته د ولسمشرغني سفرد دواړو هېوادونو د اړیکو د کمرنګۍ په اړه ګنګوسې له منځه یوړې:

″هند یو ستر هېواد دی. د نړېوالو اړیکو د پالیسۍ له مخې له بېلابېلو هېوادونو سره په اړیکه کې دی.

دا همکاری کولای شي د ثبات د راوستلو او د اړیکو د ښه والي په برخه کې له افغانستان سره ډېره مرسته وکړي.

نو هند ته د ولسمشرپه دغه سفر سره د افغانستان او هند د اړیکو د کمرنګۍ په اړه له مطبوعاتو او عامو خلکو سره رامنځته شوې اندیښنې برطرفه شوې او دا اړیکې نورې هم پراخې شوې.″

کارپوهان همداراز وایي، هندي چارواکو په وروستیو کې دا اندیښنه درلوده چې پاکستان په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوي او په دغه هېواد کې د هند ګټو ته خطر پيښوي.

دوي سپارښتنه کوي چې حکومت باید په سیمه او نړۍ کې له بهرنیو هیوادونو سره په اړیکو کې توازن وساتي څو د نړیوالو سیالیو ښکار نشي.

XS
SM
MD
LG