په افغانستان کې د غوڅ ملاتړځواکونه وایې، د دغه هېواد په شمال کې به د موجوده ناامنیو ستونزه تر راتلونکو څو اونیو پورې حل شي.
د غوڅ ملاتړځواکونو ویاند سټيفن سمیټمن نن له ازادۍ راډیو سره په ځانګړي مرکه کې د افغان ځواکونو پر وړتیاو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې دغه ځواکونه ښه روزل شوي او مجهزدي.
نوموړي په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو موجودیت یوه موقتي ستونزه وبلله:
″زه به دا و وایم، چې دا یوه موقتي ستونزه ده. ځکه کله چې دا بهرني جنګیالي ځای پرځای کیږي، نو امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې و جنګیږي او زه وایم، د جګړو د موسم په ختمیدو سره به دې ستونزې ته هم یوه حل لاره پيدا شي.″
خو ده په اوسنیو شرایطوکې له افغان ځواکونو سره د نړېوالو د مرستې د څرنګوالي په هکله له څه ویلو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا په ګرمیدو سره طالبانو په افغانستان کې د عزم په نوم عملیات پیل کړل او دا مهال په کندزکې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
علومي: په نظام کې دننه کړۍ شته چې د شمال په ناامنیو کې لاس لري
د کورنیوچارو وزیر وایې، د دولت په نظام کې دننه یو شمېر کړۍ شته چې د افغانستان د شمال په ناامنیو کې لاس لري.
نورالحق علومي دا څرګندونې نن په کندزکې یوې خبري غونډې ته وکړې خو په ځانګړي توګه یې د کوم چا یا ډلې نوم یاد نه کړ.
ښاغلي علومي ژمنه وکړه چې ډیرژربه کندزد وسله والو له موجودیته تصفیه کړي.
وسله والو طالبانو د روانې اونۍ له پيله په شمالي ختیځو ولایتونو خاصتا کندزکې حملوته زور ورکړی چې لاهم د دغه ولایت په ځينو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.
سیمه ییزچارواکي وایې چې په امام صاحب ولسوالۍ کې یې پرمختګ کړی او ځيني سیمې یې بیرته له وسله والو څخه نیولي دي.