د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

دفاع وزارت: په کندز کې یاغیانو ته درانه تلفات اوښتي دي


د کندزد جګړې شپږمه ورځ شوه او افغان امنیتي چارواکي وایي چې د پام وړ پرمختګونه یې کړي دي.

د کندز د امنیه قومانداني ویاند سید سرورحسیني وایي چې د محاصرې کړۍ پریاغیانو تنګه شوې او په کندزکې د یاغیان هسته له منځه تللې ده.

بل لورته د افغانستان دفاع وزرات د دې عملیاتو په ترڅ کې د سلګونو یاغیانو د وژلو او ټپي کولو ادعا کوي.

د دې وزارت یوه ویاند دولت وزیري ازادۍ راډيوته د خبرو پرمهال که څه هم د مخالفانو د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره ازادۍ راډيوته ورنه کړه خو ټینګار یې وکړ چې ترهغو به دا عملیات دوام کوي چې د کندز خلک ارام او هوسا ژوند وکړي:

″زموږ تلفات کم دي. زموږ تعرض په ښه شکل مخته روان دی. اوس مشکلات نه شته.

موږ برلاسي یوو. د پوځیانو مورال لوړ دی او ان شاء اله په ډير نژدې وخت کې به ټول کندز له مخالفانو څخه پاک شي. د مخالفانو تلفات ډير زیات دي په سلګونو دي.″

یاغیان له شپږ ورځو راهیسې په کندزکې له افغان ځواکونو سره په جګړو دي.

ترټولو سختې جګړې د کندزښارته څیرمه د ګورتپه په سیمه او امام صاحب ولسوالي کې شوې دي.

وروسته تردې چې جګړې سختې شوې امنیتي ځواکونو تهاجمي عملیات پیل کړل او له ګاونډیو ولایتونو، همدا راز له کابله تازه دمه پوځیان کندز ته واستول شول.

ناټو وایي چې تراوسه یې په دې جګړې کې برخه نه ده اخیستې خو که چیرته افغان دولت ترې وغواړي مرستې ته چمتو ده.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل تیره ورځ له اجرایي رییس عبداله عبداله سره په کابل کې د خبرو پرمهال وویل چې وضعیت په ښه کیدو دی او افغان ځواکونه اوس دا توان لري چې د یاغیانو مخه ونیسي.

د افغانستان دفاع وزارت د کندز د عملیاتو د پای ته رسیدو نیټه نه ده اعلان کړې، خو وایي چې له یاغیانو سره له هیواده بهر مرستې کیږي.

دولت وزیري د کوم ځانګړي هیواد نوم وانخیست خو ویې ویل چې ټول پوهیږي چې له یاغیانو سره څوک مرسته کوي:

″دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې څوک ورسره مرسته کوي. تاسو هم پوهیږئ او زه هم پوهیږم، نړیوال هم پوهیږي چې د افغانستان له مخالفانو سره څوک مرسته کوي، هرچا ته هغه معلوم دی او ویلو ته ضرورت نه شته چې څوک ورسره مرسته کوي.″

خو د کندز د امنیه قومانداني ویاند وایي چې کندز ته د پاکستاني یاغیانو د ورتګ مخه نیسي.

تر دې مخکې افغان امنیتي ځواکونو ویلي وو چې د کندز په نښتو او جګړو کې ګڼ شمیر پاکستاني، چیچینیایي او د یو شمیر نورو هیوادو غړي برخه لري.

XS
SM
MD
LG