د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

سیاس: د بدخشان اغیزمنوکسانو ته د لومړنیو مرستو یوه برخه رسیدلی


د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې د بدخشان ولایت له وروستۍ پېښې څخه اغیزمنو کسانو ته د لومړنیو مرستو یوه برخه رسیدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د دغې ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د غره ښويدنې له امله اغیزمنو کسانوته درې میلونه افغانۍ مرسته ځانګړې شوې ده او دغه شان د ډاکټرانو یوټیم هم د پېښې ځای ته استول شوی دی.

په عین حال کې د بدخشان ولایت سرپرست والي وايي چې د یاد ولایت ډېری سیمې د طبیعي پېښوله خطرسره مخ دي او اړینه ده چې حکومت د نړېوالو موسسو په مرسته ورته پام وکړي.

د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د غره ښویدنې له امله اغیزمنې کورنۍ لومړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.

خو حکومتي چارواکې وايي چې سختې او پېچلۍ لارې د دې لامل ګرځېدلي چې دغه مرستې په خپل وخت سره ونه رسیږي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي چې د بدخشان ولایت له وروستۍ پېښې څخه اغیزمنو کسانو ته د لومړنیوو مرستو یوه برخه رسیدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ښاغلي سیاس وویل چې خوراکي او نورمواد د مرستندویه ټولنوله خوا لېږد ته چمتو شوي دي خو مواصلاتي ستونزو ته په پام سره باید دغه مواد د تاجکستان هېواد له لارې د پېښې ځای ته ورسول شي.نوموړي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل:

″همدا اوس چې زه له تاسې سره خبرې کوم د بدخشان ولایت د بېړنیو حالاتو کمېټه په فضا کې ده او د الوتکې له لارې د پېښې سیمې ته ځي، درې نیم ملیونه افغانۍ د بېړنیو حالاتو د ولایتي کمېتې له خوا انتقال شوي دي، خوراکي او نورد اړتیا وړ مواد، دغه شان د ډاکټرانو یو ټیم هم د ټپیانو د درملنې په هدف د دوا سره یوځای سیمې ته لېږل شوې دی، هليکوپتر د دوځلو لپاره دوی ته ځانګړي شوي دي.″

په بدخشان ولایت کې اوس اوس د غره ښوېدنې له امله د نوموړي ولایت د خواهان ولسوالۍ په جرم کلي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ کسان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د سیمه يیزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې له دوه سوو څخه زیاتې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال هم د دغه ولایت د ارګوی ولسوالۍ په اب باریک سیمه کې د غره ښویدنې له امله په سلګونه کورنه ترځمکې لاندې شول او په لسګونه کسان په کې ووژل شول.

تردغې پېښې وروسته په افغانستان کې دننه او بهرد اغیزمنو کسانو لپاره مرستې راټولې شوې، خو راپورونه وايي چې د مرستوو رسولو بهېر روڼ نه و.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو هم ازادۍ راډیوته وویل چې تراوسه یې د خواهان د پېښې اغیزمنو کسانو ته ۵۰ خیمې ورلېږلي دي.

دغه اداره وايي چې نورو مرستو د رسولو لپاره هم هرډول همکارۍ ته چمتو ده.

په عین حال کې د بدخشان ولایت سرپرست والي شاه ولي ادیب اغیزمنوکسانو ته د مرستې رسولو له لړۍ راضي ښکاري خو وايي چې حکومت د ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید لازمې تیارۍ په پام کې ولري:

″نړېوالې مرستې او د نړېوالو موسسو مرستې ته اړتیا ده، چې په بدخشان کې ترخطرلاندې سیمو ته ولېږدول شي او یا هم نورو سیمو ته چې دوی ته کورونه جوړ شي، موږ په دې برخه کې مرستې ته اړتیا لرو، په ټوله کې خوراکي او نورو مواد لرو، ستونزه نشته مرکزي دولت زموږهمکار دی، د هرې هغې کورنۍ چې کوم غړی یې وژل شوی وي پنځوس زره افغانۍ ورکوو، هرکورچې وران شوی وي شپاړس زره افغانۍ، موږ خیمې او نور کافي مواد لرو خو دوی محددو مرستو ته اړتیا لري او دا راتلونکې مساله ده چې په دغه ځای کې دولتي ځمکه پیدا کړو.″

په عین حال کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت یوه استازې نیلوفر ابراهیمي وايي، ادارې مسوولې دي چې له طبیعي پېښو څخه اغیزمنې سیمې د مخه شناسايي او د خلکو د مال او ځان د ژغورلو لپاره لازمې تیاری ونیسي.

د بدخشان ولایت سیمه يیزچارواکو هم ویلي چې که اغیزمنو کسانو ته په وخت مرستې ونه رسیږي نو دا ویره شته چې هغوی له جدي ګواښ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG