د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

ساپى: د کندوز په ٥ ورځنۍ جګړه کې ١٥٢ وسلوال مخالفان وژل شوي


کندوز والي
کندوز والي

د کندوز والي محمد عمر ساپي په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل، چې په تېرو ۵ ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د وسله والو مخالفینو ترمنځ په جګړه کې د دې ولایت په مرکز همدارنګه په شپږو ولسوالیو کې تر اوسه پورې ۱۵۲ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱۵ تنه یې ټپیان شوي دی.

والي وویل، په دې جګړه کې ۱۶تنه افغان امنیتي پوځيان هم وژل شوي او ۲۵ تنه یې ټپیان شوي دي. هغه وايي،چې په دې نښته کې ۹ تنه مُلکیان هم ټپیان شوي دي.

د نوموړې په وینا، چې دوی د امام صاحب په ولسوالۍ کې له یوشمېر پوستو څخه تاکتيکي شاتګ کړى دى.

تازه دمي سرتېري:

د کندوز والي ښاغلى ساپی وايي، دې ولایت ته تازه دمه ځواکونه راغلي چې نن چهارشنبې يې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې ددې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ همدارنګه ګورتيپې سیمې کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي:

”د امام صاحب ولسوالۍ یو شمېر سیمې همدارنګه د تاشګذر بېس چې د محاصره په حالت کې و، له هغوى سره زموږ اړیکې بېرت ټینګې شوي او زموږ ځواکونو د محاصره له حالت څخه راوتلي“

والي همداراز وویل، چې تېرشپه د دولت وسله والو مخالفینو د کندوز ښار پورې اړوند د تلوکه سیمې د سیمه ییزو پولیسو یو مرکز نیولى و، د هغه په وینا، چې دوی بېرته یاد شوى پوځي مرکز ونيوه:

”زموږ ځواکونو نن چهارشنبې د خپل تصفیوي عملیات پیل کړي او پرمخ روان دي، همدارنګه هغه شمېر سیمه ییز پولیس چې د وسله والو مخالفینو لخوا نیول شوي، ۷ تنه یې د قومي مشرانو په منځګړیتوپ خوشې شوي او هڅې روانې دي چې پاتې شمېر هم خوشې کړاى شي“

خو بلې خواته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وايي چې تر اوسه پورې د ګورتيپې سیمه همدارنګه د امام صاحب ولسوالۍ ښارته نږدې یوشمېر سیمې د دوی په کنترول کې دي.

د یادولو ده، چې په کندوز ولایت کې له پنځو ورځو راهیسې د وسله والو مخالفینو همدارنګه د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده،چې د دغې جګړې له امله څه باندې ۲۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو او کورونو څخه بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG