د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په کندز ولایت کې وسله وال مخالفین پرشا تمبولي او دا مهال افغان سرتیري د پرمختګ په حالت کې دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري نن د کورنیوچارو وزارت له ویاند سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې په کندز ولایت کې لازم امنیتي سرتیري ځای پرځای شوي دي او د کومې سیمې د سقوط ویره نشته.
پرهمدې مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې په کندزکې د وسله والو مخالفینو اصلي هسته له منځه تللې ده.
طالبان بیا وایي چې نن سهار یې هم په کندز کې د پولیسو یوه پوسته نیولې ده.