د کعبې شریفې ملا امام وايي، هر هغه څوک چې د قران او حديثو غلطه تشريح کوي؛ هغه له اسلامه وتلی دی او مسلمانان ټول يو امت دی؛ هغه که په سعودي عرب کې دي او که په ايران کې.
د ده په خبره طالبان او داعش که د اسلام غلطه تشريح کوي؛ نو دوی د اسلام له دایرې بهر دي؛ ځکه چې دغه خلک د قران د آياتو ترجمه د خپلو ذاتي ګټو لپاره کوي او د هغې پر بنياد بې ګناه خلک؛ ماشومان او زنانه وژني چې يو بې دليله او غلط عمل دی او له دې سره اسلام ته زيان رسيږي.
د کعبې شریفي د ملا امام بيان او د قران د آياتو د تشريح په حقله مشال راډيو د مذهبي چارو د کارپوه مفتي فضل منان عابد نه پوښتنه وکړه؛ نو ده وويل، د قران د هر حکم لپاره خپل ځای مقرر دی.
دی وايي د جهاد ذکر په خپله موقع راغلی او د حج يا نور احکامات په خپل خپل ځای او موقع راغلي او هېڅ يو مسلمان دا حق نه لري چې بل مسلمان يا غېر مسلمان ووژني.
خو د مذهبي چارو يو بل کارپوه نجم برهاني له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د کعبې شریفې د امام دا خبرې پر وسله والو هېڅ اثر نه کوي؛ ځکه چې هغوی تر يو خاص هدف لپاره وسلې ته لاس کړی او دا شان بيانونه او فتواوې وړاندې هم ډېرې راغلي.
خو په دغه خلکو یې څه اثر نه دی شوی؛ البته ممکن ده چې ډېر هغه خلک چې وسله والو ته صحيح وايي؛ ورسره په څه نا څه توګه مرستې يا همدردۍ ورسره لري؛ د هغوی فکر ورسره بدل شي.
د يادونې ده چې د خانې کعبې امام شېخ خالد الغامدي د تېرې پنجشنبې په ورځ د اووه ورځو په سفر پاکستان ته تللی دی.