د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

ولسمشرغني په یوه درې ورځني رسمي سفر هندوستان ته ولاړ


ولسمشرمحمد اشرف غني نن ( د دوشنبې په ورځ ) په یوه درې ورځني رسمي سفر هندوستان ته ولاړ.

د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ازادۍ راډیو ته وویل چې افغان ولسمشربه له هندي چارواکو سره تر ډيره پر اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې وکړي.

د ملي وحدت حکومت له جوړیدو اووه میاشتې وروسته، دا هند ته د ولسمشرمحمد اشرف غني لومړنی سفر دی.

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي ازادی راډیو ته وویل چې په دغه سفرکې به افغان او هندي چارواکي پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې د دواړو هېوادونو لپاره اساسي او مهمې دي.

په همدې حال کې، د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون مشرمحمد عمرننګیالۍ وایې، افغانستان د اقتصادي مرستو ترڅنګ پوځي همکاریو ته هم اړتیا لري او دا به وکتل شي چې ایا له افغانستان سره د هند د پوځي مرستو په اړه هم دواړه لوري خبرې کوي او که څنګه:

″دا هندوستان ته د رییس جمهور لومړنی سفر دی. په دغه سفر کې به په اقتصادي، سیاسي او ښې حکومتداۍ په اړه خبرې وشي.

اقتصادي او پوځي مرستې د افغانستان اړتیا ده.

دا به د رییس جمهور تر سفر وروسته روښانه شي چې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.″

له دې مخکې په کابل کې د هند سفیر امر سینها ازادۍ راډيو ته ویلي وه چې هندي چارواکي به له ولسمشر اشرف غني سره د سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

خو د ولسمشر ویاند بیا وایې چې ترډيره به د ولسمشرد سفر تمرکز پر اقتصادي، تجارتي، ترانزیټ او زراعتي مسایلو وي.

هند د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا دوه میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

د راپورونوله مخې ولسمشرغني افغانستان ته د هند له لورې د درنو وسلو د سپارلو وړاندیزچې مخکیني حکومت کړی و، بیرته واخیست.

افغان ولسمشرپه داسې حال کې د هند په سفرځي چې له پاکستان سره د افغان حکومت نږدې کیدو په افغانستان کې دننه او بهر د ځينو کړیو په منځ کې اندیښنې رامنځ ته کړي دې.

خو د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال وایې چې د ښاغلي غني په دې سفر سره به د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د توازن د نه ساتلو اندیښنې هم له منځه ولاړې شي:

″د افغانستان ولسمشر په دغه سفر کې هغه اندیښنې له منځه وړي چې ګواکې افغانستان د سیمه ییزو مناسباتو په توازن کې یو اړخ نیول دی.

داسې به نه وي، هند د افغانستان لپاره مهم دی.″

که څه هم ظاهرا نوي ډهلي ویلي چې د پاکستان په اړه د کابل له دریځه اندیښنه نه لري، خو کارپوهان وایې، افغان حکومت باید تیرو تجربو ته په کتو له پاکستان سره په اړیکو کې له احتیاطه کار واخلي.

افغان چارواکو د تیرحکومت خلاف پاکستان ته په یو لړ مسایلو کې ځينې امتیازات منلي دي څو د سولې په پروسه کې د دغه هیواد ملاتړ را جلب کړي.

خو دا چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په هدف د پاکستان د مرستې د را جلبولو لپاره به د ملي وحدت حکومت هڅې تر کومه حده بریالۍ وي، دا به د وخت په تیریدو سره روښانه شي.

XS
SM
MD
LG