د ارزګان د امنیې قومندانۍ سرپرست ګلاب خان تیره شپه په مرکز ترینکوټ کې له خپل یوه ملګري سره په مرموز ډول وژل شوي دي.
د دغه ولایت د سرپرست والي ویاند دوست محمد نایاب ازادۍ راډیو ته وویل چې ګلاب خان سره د هغه د ملګري سربیره د امنیې قومندانۍ د جنايي تحقیقاتو یو مسوول هم وو خو نوموړي ته زیان نه دی رسیدلی.
تر اوسه معلومه نه ده چې د امنیې قومندانۍ د سرپرست وژل شوی ملګری څوک دی؟
د ارزګان د امنیې قومندانۍ سرپرست ګلاب خان له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې د دغه ولایت په امنیې قومندانۍ کې د جنايي جرایمو په برخه کې کار کاوه اود پخواني امنیې قومندانمطیع الله خان تر وژل کیدو وروسته د ارزګان د امنیې قومندانۍ د سرپرست په توګه وټاکل شو.