د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

عابدي: په پولیسو کې د اداري فساد د راپور په اړه څېړنې پیل شوي


د رویټرز خبري اژانس په حواله، د افغانستان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې څو په دې اړه چې ولې په پولیسو کې د اداري فساد په اړه یو هر اړخیز رپوټ له پامه غورځول شوی؛ څیړنې او مناسب اقدام وکړي.

رویټرز خبري اژانس چې د دې دستور یوه نسخه ور رسیدلې؛ وايي، د افغانستان په پولیسو کې د اداري فساد په اړه تفصیلي رپوټ د ملګرو ملتونو د پراختیايي مرستو د ادارېUNDPپه مالي ملاتړ برابر شوی دی.

د جمهور رییس ویاند اجمل عبید عابدي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت د اداري فساد پر وړاندې زغم نه لري او په دې اړه یوه کمیسون کار پيل کړی دی:

ʺد افغانستان جمهوریت دولت د اداري فساد په اړه هیڅ ډول زغم نه لري. د ملي وحدت حکومت د جوړېدو له اولې ورځې موږ ثابته کړې چې د اداري فساد په اړه مبارزې ته څومره متعهد یو.

کله چې دا رپوټ موږ ته را ورسید، د ولسمشر اول کار دا و چې د کورنیوچارو وزارت ته هدایت ورکړي؛ څو په دې اړه څیړنې وشي او کمیسون اوس پر دې کار روان کړی دی.ʺ

د افغانستان په پولیسو کې د اداري فساد په اړه د رپوټ جزیات تېره اونۍ د رویټرز خبري اژانس خپاره کړل. دا رپوټ سپارښتنه کوي چې یو شمېر لوړ رتبه چارواکي باید د دې لپاره له دندو لرې شي چې په پولیسو کې ناوړه چلند ته د رسیده ګۍ مرکزي سیسټم یې تخریب کړی دی.

رویټرز لیکي چې د افغانستان د کورنیوچارو وزارت غواړي چې د دې رپوټ د وروستیو ارقامو د څرګندولو لپاره یوه کمیټه وټاکي؛ خو د کورنیوچارو د وزارت په رسمي مکتوب کې ویل شوي چې د رپوټ په جزیاتو کې به هیڅ ډول بدلون نه راولي.

د رویټرز په حو اله، د ملګرو ملتونو پراختايي ادارې UNDP په دې اړه د سپيناوي غوښتنه کړې چې د پولیسو په لیکو کې د شکایتونو د ثبت د سیسټم چې ۲۴ ساعته ټلیفوني لین دی؛ ولې نه دی توانیدلی چې د مسایلو قانوني څارنې ته لاره هواره کړي.

د رویټرز په حواله، د رپوټ برابرونکی دې نتیجې ته رسیدلی چې یو شمیر لوړ رتبه چارواکو له دې سیسټمه؛ د پولیسو په لیکو کې د ناوړه استفادې لپاره کار اخیستی دی.

جمهور ریس محمد اشرف غني د حکومت په لومړیو ورځو کې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د نظم او قانون د حاکمیت سره د مرستې صندوق LOFTA د فعالیت پر څرنګوالي به ځانګړی غور کوي.

دا اداره په 2002 میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام UNDP په چوکاټ کې جوړه شوه؛ څو د قانون د حاکمیت ټینګولو لپاره د افغانستان سره د مسلکي پولیس ځواک په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.

دا اداره په افغانستان کې د قانون حاکمیت لپاره د نړیوالو مرستې راټولوي او هماهنګوي او وايي چې د یوه منظم بانکي سیسټم له لارې يې د افغانستان 145 زره ملي پولیسو او د مرکزي محبس څه باندې 5500 ساتونکو ته معاشونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې، دا اداره د امریکا، جاپان او اروپايي اتحادیې له خوا تمویلیږي .

په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو د څارنې د ځانګړي مفتش دفترSIGARتیرکال داسې اسناد خپاړه کړل چې دLOFTAادارې زرګونو هغو پولیسو ته معاشونه اجرا کړي چې عملا یې حضور نه درلود.

د رویټرز اژانس په حواله، دې ادارې په تیرو ۱۳ کلونو کې ۳ اعشاریه ۵ ملیارده بهرنۍ مرستې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG