د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

په کندوز ولایت کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي


دکندوز د امنې قوماندان جنرال عبدالصبور نصرتي ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن سهار وسله والو مخالفینو د دې ولایت پر څو سيمو بريدونه وکړل.

دى وايي وسلوالو په خان اباد ،علي اباد او امام صاحب ولسوالیو کې همدارنګه د دې ولایت مرکز پورې اړوند ګل تپې سیمې کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې پراخ بریدونه پیل کړي وو،چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او په نتیجه کې یې ۱۵ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دی.

هغه وايي، چې په وژل شويو طالبانو کې د دوى دوه قوماندانان ملا طوفان او قاري رحم الدین هم شامل دي.

نصرتي زیاتوي، چې په دې جګړه کې ۵ تنه وسله وال مخالفین ټپیان شوي هم دي.

نوموړى همداراز وايي، چې په دې نښته کې د افغان امنیتي ځواکونو دوه تنه پولیس هم وژل شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندان په وینا، لا هم په یوشمېر سیمو کې د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

بلې خوا ته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفینو ویاند معرفي کوي، وايي،چې دوی نن سهار د کندوز په شپږو ولسوالیو کې پراخ عملیات پیل کړي، چې په نتیجه کې یې ۳ پولیس وژلي دی،۴ تنه پولیس ټپیان کړي دي.

مجاهد تاییدوي چې په دې جګړه کې د دوی دوه تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

دیادولو ده چې په دې وروستیو کې د کندوز ولایت په مرکز همدارنګه په ولسوالیو کې ناامنۍ زیاتې شوي، چې له امله یې د دې ولایت اوسېدونکي ډېر په اندېښنه کې دي.

XS
SM
MD
LG