د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار تاییدوي چې د ده د ریاست په مهال د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې له کډوالو سره مرسته شوې وه.
رنګین دادفر سپنتا دا خبره وروسته له دې ازادي راډیو ته وکړه چې د پکتیکا والي تور ولګاوه چې د تېر حکومت په مهال د تروریستانو له کورنیو سره مرسته شوې وه او د افغانستان حکومت د دې موضوع د څېړلو لپاره کمیسیون وګوماره.
عصمت څاروان په دې اړه راپور لري