د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۹

په کابل کې د هند سفیر په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیت په اړه شک لري


په کابل کې د هند سفیر وايي، دی شک لري چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په نوم فعاله ډله به هماغه عراقۍ ډله وي.

په داسې حال کې چې ولسمشراشرف غني راتلونکې اونۍ هند ته د سفر پلان لري؛ په کابل کې د نوې ډېلي جګپوړی ډیپلومات وايي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیت په اړه شک شته.

په کابل کې د هند سفیر امرسنها Amr Sinha که څه هم په دې نظر دی چې اسلامي دولت ډله یا داعش نه یوازې د افغانستان او پاکستان بلکې د هند امنیت ته هم ګواښ کوي؛ خو دی زیاتوي چې له بهرنۍ مرستې پرته هېڅ تروریستي ډله دوام نشي کولای:

"ډېر خلک پوښتنه کوي چې آیا دا په رښتیا عراقۍ داعش ډله ده که کومه سیمه ییزه پدیده. بالاخره دوی افغانستان ته له هوا څخه نه دي راپرېوتي؛ خو د دوی د ملاتړ ترتیب څه ډول دی. ځکه موږ هم په هند کې د تروریزم پرضد مبارزه کړې او پوهېږو چې دا ډول وسله وال فعالیتونه او د حکومت ضد تحریکونه تر څو چې په بهر کې پټنځایونه ونلري، دوام نشي کولای."

له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې په کابل کې د هند سفیر هغه نظریات رد کړل چې ګنې هند په افغانستان کې د نفوذ لپاره له پاکستان سره سیالي کوي. امرسنها وویل چې هند په افغانستان کې په نیابتي جګړه کې ښکېل نه دی او یوازې د افغانستان په بیارغونه کې برخه اخلي.

د هند سفیر امر سنها دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني راتلونکې اونۍ هند ته سفر وکړي. سنها وویل چې ولسمشر غني به له هندې مشرانو سره پر بېلابېلو مسایلو او له هغې ډلې د امنیت او راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وکړي:

"موږ د سیاست په اړه خبرې کوو. پر امنیتي وضعیت، د اقتصادي پرمختګ په اړه او دا چې ولسمشرغني څه پلانونه لري. موږ به پر دې هم خبرې وکړو چې راتلونکې ته په څه ډول ګورو. ځکه له دې مخکې هم موږ ویلي دي چې هند د افغانستان د یوازې پرېښودو پلان نلري. موږ له افغانستان سره ژمن یو.

موږ به کېنو او پر دې به خبرې وکړو چې د نوي حکومت پلانونه څه دي او له هند څخه څه غواړي چې څنګه او په کومو برخو کې مرسته ورسره وکړي."

په تېرو نژدې څوارلسو کلونو کې له وسله والو مخالفینو سره چې د هند سیال پاکستان یې په ملاتړ تورن دی د سولې د آوازو له تودېدو او سړېدو سره د کابل او اسلام آباد اړیکي هم تودېږي او سړېږي خو له هند سره د افغانستان اړیکي لکه څنګه چې په کابل کې د هند سفیر ښاغلی سنها وايي تاریخي دي او تل یوشان تاوده و.

دې ټکي ته په پام سره راتلونکې اونۍ په نوې ډېلي کې له چارواکو سره له لیدنو کتنو او ویناوو وروسته ښايي ډېر آسانه نه یوازې له هند بلکې له پاکستان سره هم د افغانستان د اړیکو وروستی حال چې په دې وروستیو کې ستراتیژیکې خاموشۍ- د ولسمشرغني مشهورې وینا د ابهام څادر پرې غوړولی، جوت شي.

XS
SM
MD
LG