د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

په ایران کې به د افغان کډوالو ستونزې په ۳ میاشتو کې حل شي


په ایران کې افغان کډوال
په ایران کې افغان کډوال

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هیلمن دی چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به په ایران کې د افغان مهاجرو د اوسېدو ستونزه هواره شي.


د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرات ازادي راډيو ته وویل چې دواړو هېوادو یوه کمیټه ټاکلې ده؛ څو د افغان کډوالو د ستونزو حل ته لارې چارې ولټوي:

"ایراني اړخ، همداراز د افغانستان لوري یوه کمیټه ټاکلې. د دواړو خواوو له لورې یو هیات وټاکل شو چې د درېیو میاشتو په موده کې په ټولو برخو؛ د مهاجرو د قانوني کېدو او تر پنځه لکه د ډیرو کډوالو د کار د ویزې د تمدید په اړه خبرې وشوې او بیا پرېکړه وشوه چې د دواړو هیوادو کمیټې خپل وړاندیزونه وکړي؛ بحث پرې وشي، نو هیلې شته چې تر درېیو میاشتو به د کډوالو د ویزو ستونزې هم هوارې شي."

په ایران کې یو نیم میلیون افغان کډوال ژوند کوي چې نومونه یې ثبت شوې دي؛ خو د ایران د کورنیو چارو د امنیت د برخې مرستیال حسین ذوالفقار وایي چې همدومره شمېر نور افغانان په ایران کې ژوند کوي او اسناد نه لري.

حسین ذوالفقار ایسنا اژانس ته زیاته کړه چې هره ورځ نژدې یو نیم زر افغانان غیر قانوني ایران ته داخلیږي.

دوالفقار وویل، د دې سربیره چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه اوس نه شته؛ خو بیا هم د افغان مهاجرو له ستونزو سره ایران مخامخ دی.

ذوالفقار وایي چې درې لکه شپیته زره افغانان په ایران کې قانوني کار کوي.

ذوالفقار دا مني چې یو شمیر افغانان یې په تېرو دولسو میاشتوکې بېرته له خپلې خاورې ایستلي دي؛ دی وایي چې نژدې پنځه لکه افغانان مو افغانسان ته په تیر یو کال کې لیږلي دي؛ خو تقریباً همدومره کسان بېرته ایران ته په غیرقانوني لارو راغلي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي چې په ایران کې د افغان مهاجرو د ستونزو د هواري لپاره به ټاکل شوې کمیټه خپل کارونه په درېیو میاشتو کې بشپړوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني روانه اونۍ ایران ته د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د افغان مهاجرو ستونزو وڅیړله او پر دې یې ټینګار وکړ چې باید په تدریجې ډول افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنیدو زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG