د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ترکیه لا هم د ارمنیانو ډله ییزه وژنه نه مني


ګومان کېږي چې دا به د ارمنیانو یو ډله ییز قبر وي. April 22, 2015
ګومان کېږي چې دا به د ارمنیانو یو ډله ییز قبر وي. April 22, 2015

ارمنیان او ګڼ نور وايي، په دې کې شک نشته چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په موده کې د عثمانیانو تر یو نیم ملیون پوري ارمنیان وژلي یا شړلي او دا د شلمې پېړۍ لومړنۍ ډله ییزه وژنه ده.

له دې پېښې ۱۰۰ کاله وروسته د ارمنیانو د ټولوژنې اصطلاح او یا له دې پېښې انکار په یوه سیاسي بحث بدل شوی دی.

ترکیه، چې په اوسنیو پولو کې یې هغه خاورې هم شاملې دي چې یو وخت ارمنیان پکې لاسبري ول، مني چې ډېر مسیحیان وژل شوي دي خو دا هم وايي چې د عثمانیانو له لوري د مسیحي اقلیت د محوه کولو منظمه هڅه نه ده شوې او تاریخ وايي چې په لکونو مسلمان ترکان هم وژل شوي دي.

د ترکیې حکومت د ډله ییزې وژنې له اصطلاح سره مخالفت کوي چې معنا یې د یوه قوم، ملت، ژبې، دین یا مذهب په قصدي ډول له منځه وړلو ته اشاره لري.(نور ولولئ)

ترکیه عموماً کله چې بهرني چارواکي دا اصطلاح وکاروي عکس العمل ښيي او هغه غندي.

کله چې پاپ فرانسیس په وروستیو کې د ارمنیانو پراخه وژنه ډله ییزه وژنه وبلله، ترکیې فوراً له واتیکانه خپل سفیر د اعتراض په دود وروباله.

لږترلږه ۱۰۰ هیوادونو د عثمانیانو له لوري د ارمنیانو وژنې ټولوژنه بللې ده.

په دغو هیوادونو کې استرالیا، کاناډا، فرانسه، یونان، هالنډ، پولنډ، سلواکیا، سویډن، سویس، او ارجنټاین شامل دي.

(بشپړ لیست)

د جرمني حکومت، چې په اروپا کې تر ټولو زیات ترکان پکې اوسي، ویلي، د پارلمان د پرېکړه لیک د هغې مسودې ملاتړ کوي چې د لومړي ځل لپاره به د عثمانیانو له لوري د ارمنیانو وژنې له ټولوژنې سره تړلي وبولي. (تفصیل)

اروپايي اتحادیې په ۱۹۸۷ میلادي کال دا وژنې ډله ییزې اعلان کړې وې.

XS
SM
MD
LG