د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

اصغرستانکزی د کرکټ د ملي ټیم نوی کپټان وټاکل شو


د افغانستان کرکټ بورډ محمد اصغر ستانکزی د ملي ټیم کپټان او جاوید احمدي د هغه د مرستیال په توګه وټاکل.

کرکټ بورډ وایې، دا پریکړه یې د اصغرستانکزي د تجربې، وړتیا او ښه شخصیت له امله کړې او پرې باورلري چې تر مشرۍ لاندې به یي ملي ټیم غوره بریاوې ترلاسه کړي.

محمد اصغر ستانکزی وایې ترهغې چې دی کپتان وي کوښښ به کوي چې د ټیم نیمګړتیاوې پوره او افغانستان ته مهمې سیالۍ وګټي.

د محمدنبي عیسی خېل، نوروز منګل او ریس احمدزي له کپتانی وروسته اصغر ستانکزی د کرکټ د ملي ټیم څلورم لوبغاړی دی چې په رسمي ډول د کرکټ د ملي ټیم مشري ورکول کیږي.

د لوبغاړو د غوراوي ټیم مشر دولت احمدزي د پنخشنبې په ورځ په دې اړه جوړه شوي خبري غونډه کې وویل د نوي لوبډلمشر په ټاکلو کې هر اړخیز فکر شوی او د ډیرو مشورو وروسته محمد اصغر ستانکزي ته د کپټانۍ مسولیت ورسپارل کیږي.

نوموړی وایې، کرکټ بورډ هڅه کوي چې د اصغر ستانکزي ترمشرۍ لاندې ټیم ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د راروانو اې کپ سیالیو اتلولي خپله کړي:

″ټاکونکې کمیټې ډیرغور او فکر کړی چې ښه انتخاب وکړي ترڅو افغانستان د ای کپ سیالیو اتل شي.

د اصغر ستانکزي د کرکت تجربو، شخصیت او د کپتانۍ پخوانیو تجربوته په کتو سره ټاکل شوې موږ ورته مبارکي ورکوو او دی به د افغانستان راتلونکې کپټان وي.″

له دې سره د مرستیال کپټان مسولیت له نوروزمنګله اخیستل شوی او نوي لوبغاړي جاوید احمدي ته ورکړل شوی.

د کرکټ ټیم په جوړښت کې دا بدلون داسې وخت کېږي چې د ملي ټیم پخوانی کپټان محمدنبي عیسی خیل څلور ورځې وړاندې له کپټانۍ استعغا ورکړه او ویې ویل چې د کرکټ ملي ټیم د یوه لوبغاړي په توګه به لوبې ته دوام ورکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د دوو پخوانیو کپتانانو نوروز منګل او محمدنبي عیسی خیل په مشري شل اوریزو او پنځوس اوریزو نړېوالو جامونو ته لارپیدا کړه خو داځل به د افغانستان کرکټ ملي ټیم کوښښ کوي چې د اصغرستانکزي ترمشرۍ لاندې تر نړېوالو سیالیو ورسیږي.

د ملي ټیم نوی کپتان اصغرستانکزی وایې، د محمد نبي عیسی خیل په څیربه کپټاني د ده په فعالیت اغیز ونه لري او هڅه به وکړي چې د ټیم نیمګړتیاوې پوره کړي:

″بې له شکه دا یو دروند مسولیت دی، خو زه په ځان باور لرم انشاالله زما لوبه به نه خرابیږي او هڅه به کوم چې په ټیم کې شته نیمګړتیاوې پوره او ټیم مخکې بوځم زه ورته تیاری لرم.″

له دې سره ښاغلی ستانکزۍ وایې، هڅه به کوي چې تر خپلې مشرې لاندې د افغانستان ملي ټیم په را روانو ای کپ سیالیو کې اتلولۍ ته ورسوي او ټیم یې د ۲۰۱۶ کال شل اوریزو نړېوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

محمد اصغرستانکزۍ د افغانستان په کرکټ کې پخوانی لوبغاړی دی او ویل کېږي چې د بنګله دیش په وړاندې د بریا په څیریې د افغانستان لپاره په ډیرو نورو بریاو کې مرکزي رول لوبولی دی.

د افغانستان کرکټ ټیم به د اصغر ستانکزي ترمشرۍ لاندې لومړی سفرد جون په میاشت کې سکاټلنډ ته پیل کړی چېرته چې دویمه درجه هېوادونه د ټیسټ امتیاز اخستلو لپاره یو له بل سره سیالۍ کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG