د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

اشرف غني: وسله وال دې افغان ملت د خپلو مقاصدو په خاطرنه وژني


د هېواد ولسمشرډاکټر محمد اشرف غني او اجرایه ريس ډاکټرعبدالله عبدالله د نورو لوړ رتبه چارواکو په ګډون ننګرهار ته راغلل او د تېرې شنبې ورځې خونړۍ پيښې د قربانيانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده او تسلیت يې وړاندې کړ.

ډاکټرمحمد اشرف غني د ننګرهار ولایت په شاهي ماڼې کې د دې ولایت ولسونو سره په خبرو کې وویل چې په هېواد کې روانه جګړه پرافغانانو تپل شوې ده.

نوموړي د دولت پروسله والو مخالفينو غږ وکړ چې مظلوم افغان ملت دې د خپلو مقاصدو په خاطرنه په نښه کوي:

"نن هغه څوک چې زموږماشومان او میرمنې وژني رادې شي امنيتي ځواکونو سره دې مخامخ وجنګیږي، دا د میړانې کارنه دی چې په بانکونو چاودنې وکړي راشئ ولسمشر ووژنئ سرمې د دې هېواد نه قربان."

نوموړي وویل چې د کابينې په جوړیدو سره اوس د اجراتو زمینه برابره شوه او ولسونو ته يې ډاډ ورکړچې ورځ په ورځ هېواد د مثبتو بدلونونو په لور ځي:

"چې شپاړلس وزیران يي په اتحاد او اتفاق ومنل اوس د اجراتو وسیله زموږپه لاس کې ده او انشالله هره میاشت به ننګرهار او باقي افغانستان به د مثبت قدمونو شاهد وي."

د هېواد اجرايه ريیس ډاکټرعبدالله عبدالله ننګرهاریانو ته وویل چې د جلال اباد په وروستۍ پيښه ټول افغانان دریدلي او په غم کې ورسره شریک دي.

نوموړي وویل چې دې ولایت ته په سفرکې مهمه موضوع د امنيتي وضعیت ده چې د ورځې ترپایه پورې به په بېلابېلو قشرونو سره پرې خبرې وکړي:

"د امنيتي وضعیت بررسي چې نن سهار امنيتي ځواکونو سره په لیدنه شروع شوې ده غرمه او مازدیګر به ورباندې بحث کوو، ترڅو د حل لارې چارې ورته پيدا شي."

په پآم کې ده چې ولسمشر او اجرایه رييس به ترماښامه پورې به قومي مشران، ځوانانو، ښځو، مدني فعالانو، اصنافو او دولتي چارواکو سره بیلې بيلې غیرې مطبوعاتي ناستې ترسره کړې او امنيتي موضوع ترڅنګ په نورو برخوکې به هم د ننګرهاريانو ستونزې واورې.

دا لا څرګنده نه ده چې ولسمشربه په دې سفرکې په ننګرهار کې بنسټيز تغيرات هم راولي که څنګه، ولې ولسونو لا تيرو شپږو میاشتو راهیسې د دې ورځې انتظار کاوه چې ولسمشر به د خپل سفر پرمهال د ننګرهار د بې سرپرستۍ، امنيت، فساد او زورواکۍ ستونزې آوارې کړي.

ننګرهارـ شاه محمود شينواری

XS
SM
MD
LG