د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

د پکتیکا والي: له داعش سره د پخواني حکومت په وخت کې مرستې شوي


د افغانستان دولت د کورنیوچارو د وزیرپه مشرۍ یو پلاوی ټاکلی دی څو د پکتیکا د والي د خبرو سپیناوی وکړي.

تردې مخکې د پکتیکا د والي عبدالکریم متین په وینا ویل شوي وو چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لوري په پکتیکا کې د داعش له کورنیو سره مرستې شوې دي.

خو د پکتیکا والي رسنۍ ملامتوي چې د ده خبرې یې ناسمې رااخیستې دي او ده د امنیت پر شورا دا تور نه دی لګولی چې دې شورا له داعش سره په پکتیکا کې دوه لکه ډالره مرسته کړې ده.عبدالکریم متین ازادي راډیو ته وویل:

″دا کار چې شوی دی، ما د تیرحکومت په پالیسو او ستراتیژیو باندې انتقاد کړی او مثال مې همدا ورکړی چې په تیرحکومت کې په برمل ولسوالۍ کې چې حکومتي حاکمیت لس فیصده نه و، دوه لکه ډالر د مهاجرینو په نوم هلته ځي او توزیع کیږي، ولې موږهغه خلک نه شو تشخیصولی چې ته مهاجر یې که نه یې.″

د پکتیکا والي په داسې وخت کې دا خبره کوي چې جمهوري ریاست د کورنیو چارو د وزیرنورالحق علومي په مشرۍ یو کمیسیون ټاکلی دی څو دا ادعا وڅیړي.

د دغه کمیسیون په ترکیب کې د عدلیې او د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیران، د ملي امنیت لوی رییس، په پوځي چارو کې د لویي څارنوالي مرستیال، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست، د ولسي جرګې دوهم نایب، د مشرانو جرګې دوهم نایب، د ولسې جرګې د دفاعي او ځمکنۍ بشپړتیا د کمیسیون رییس، د ولسې جرګې د داخلي چارو او ملي امنیت د کمیسیون رییس، د مشرانو جرګې د داخلي امنیت، د دفاعي او د سیمه ییزو چارو د کمیسیون رییس شامل دي.

دغه کمیسیون ته ارګ دا دنده سپارلې ده چې دا موضوع په هر اړخیزه توګه په لسو ورځو کې وڅیړي او خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

د افغانستان مشرانو جرګې هم روانه اونۍ د پکتیکا له والي څخه د اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې یو شمیر غړیو د سې شنبې په ورځ وویل، که چیرته د پکتیکا د والي خبرې حقیقت ولري، د ملي امنیت شورا دې بیا ځواب ورکړي. سناتور عبدالرحیم حسنیار وویل:

″که چیرته د پکتیکا د والي خبرې سمې وي، نو بیا باید له امنیت شورا د افغانستان د یرغمل شویو او هغو کورنیو ځواب ووایي چې له شماله نیولې تر جنوب او خیتیځ او لویدیځ پورې په وینو کې ډوب دي او وایي چې ولې دوی د داعش له کورنیو سره مرستې کوي.″

عبدالکریم متین د جدي په پنځمه د پکتیکا والي ټاکل شوی دی.

د دې سربیره چې ده ازادي راډيو ته وویل چې د ده تور د ولسمشر حامد کرزي د وخت خبره ده خو د جمهوري ریاست د یوې خبر پاڼې له مخې د ملي امنیت د شورا مرستیال د پکتیکا د والي وروستۍ خبرې بې بنسټه او مغرضانه بللې دي.

XS
SM
MD
LG