د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

حيدر: بهرني وسلوال غواړي د بدخشان لاجورد قاچاق کړي


په بدخشان کې د سلګونه بهرنیو جنګیالیو موجودیت د دغه ولایت خلک او سیمه ییز چارواکي انديښمن کړي دي.

په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت له رامنځته کېدو وروسته سلګونه وسله وال مخالفین له تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، چچین، چین، ترکیې او عربي هېوادونو د پاکستان له چترال نه نورستان ته رااوښتي او بیا بدخشان ته رسیدلي چې هلته یې نا امنۍ رامنځته کړي دي.

اوس وخت یواځې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې څه باندې څلور سوه بهرني جنګیالي میشت دي او عملاً د افغان پوځیانو پر ضد جنګیږي.
د همدې مسالې د څیړلو لپاره بدخشان ته لاړو او له نږدې مو له ولایتي چارواکو او عامو خلکو سره خبرې وکړې.

بهرني وسله وال او د لاجوردو قاچاق:

د افغانستان په شمال کې د ملي اردو د دوه سوه نهه شاهین قول اردو د ارکان رییس آزادي راډيو ته وویل چې دا بهرني مخالف جنګیالي غواړي چې په بدخشان کې د لاجوردو کانونه استخراج او قاچاق کړي او بیا په دې ولایت کې ځان ته د ځای جوړولو نه وروسته منځنۍ اسیا ته هم جګړه وغځوي.

جنرال غلام حیدر حیدر وویل چې له یوه کاله راهیسې سلهاوو بهرني وسله وال مخالفین له خپلو کورنیو سره یوځای د جرم ولسوالۍ په آب خِستک سیمه کې ځای پر ځای شوي او د افغان پوځیانو پر ضد ورانکاري فعالیتونه کوي:

"د هغوی هدفونه دا دي چې د افغانستان له پولو د منځنۍ اسیا هیوادونو ته لار پیدا کړي او هغه سیمې هم نا امنې کړي. همداراز غواړي چې له دې لارې مخدره مواد قاچاق کړي او په کران او منجان کې د لاجوردو یو کان دی؛ هغه هم په ناقانونه او غیر مسلکي توګه استخراجوي او باج اخلي او ځانونه تمویلوي. له دې امله یې د بدخشان ختیځې برخې ډېرې نا امنې کړي دي."

جرم، وردوج، یمګان، یفتل، راغستان او کران او منجان د بدخشان هغه ولسوالۍ دي چې وسله وال مخالفین په کې فعالیت کوي او ځینې سیمې یې په خپل کنټرول کې هم راوستي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې ډېر ژر به د وسله والو مخالفینو پر ضد یو لړ پراخ عملیات په بدخشان کې پيل کړي.

د ملي اردو پر پوستو بریدونه:

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې سلګونو وسله وال مخالفین چې په کې بهرني جنګیالي هم شامل وو د جرم ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ملي اردو په څو پوستو حملې وکړې او د ځینو افغان سرتیرو سرونه یې پرې کړل.

سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي اردو پر پوستو په حمله کې د جګړې پر مهال شاوخوا شپیته بهرني جنګیالي په لومړۍ کرښه کې وو.

که څه هم د وسله والو مخالفینو دا حملې د افغان حکومت او افغانانو له تُند غبرګون سره مخ شوې؛ خو ویل کیږي چې په جرم ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو له موټرو نه د تیلو پلور د سرتیرو د وژل کېدو یو لامل دی.

په بدخشان کې د جګړې لویه برخه د سیمه ییزې جګړې او د سیمې د استخباراتو په لمسون راپورته شویو لانجو پورې رسیږي. په دې کې شک نشته زه یې هم تاییدوم چې کورنی اړخ هم لري. د سیمې په کچه لانجې، د لاجوردو کان او د مخدره موادو قاچاق د دې مسالې کورني اړخونه دي.
ناجي

خو د شاهین قول اردو د ارکان رییس بیا دا خبرې ردوي او وايي چې په جرم ولسوالۍ کې سختې لارې زیاتې دي او همدا د دې لامل شو چې افغان سرتیري له ستونزو سره مخ شي.

تېره اوونۍ وروسته له هغه چې یو شمیر افغان سرتیري د وسله والو مخالفینو په دغو حملو کې ووژل شول او د ځینو یې سرونه پرې شول افغان ولسمشر محمد اشرف غني او له هغې مخکې د کورنیو چارو وزیر بدخشان ته ولاړل.

ښاغلي غني په فیض آباد کې خلکو ته په یوه غونډه کې وویل چې مخالفین هیڅکله د افغان سرتیرو د سرونو په پرې کولو سره حکومت نه شي پرځولی.

خو پوښتنه دلته ده چې په رښتیا سره هم څوک غواړي چې بدخشان نا امنه کړي او اصلي هدف یې له دې کاره څه دی؟

د بدخشان د ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې ولایت نا امنۍ کورني او بهرني اړخونه لري:

"په بدخشان کې د جګړې لویه برخه د سیمه ییزې جګړې او د سیمې د استخباراتو په لمسون راپورته شویو لانجو پورې رسیږي. په دې کې شک نشته زه یې هم تاییدوم چې کورنی اړخ هم لري. د سیمې په کچه لانجې، د لاجوردو کان او د مخدره موادو قاچاق د دې مسالې کورني اړخونه دي."

د ښاغلي نظري په خبره پاکستان هیڅکله نه غواړي چې په بدخشان کې د ورېښمو لار جوړه شي او په بدخشان کې هم ځينې کړۍ هڅه کوي چې په دې ولایت کې د ځینو سیمو په ناامنه کولو سره کانونه په ناقانونه توګه راوباسي او خپله په کې ګټه وکړي.

خو ښاغلی نظري خبرداری ورکوي؛ که چېرته په بدخشان کې د ناامنیو په وخت مخه ونه نیول شي؛ په راتلونکي کې به بهرني وسله وال مخالفین د افغانستان له شمالي ولایتونو تاجکستان، چین او نورو سیمو ته هم ورسیږي.

ښاغلی ناجي هم په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو د وسله والو مخالفینو د حملو د ملاتړ په نوم تورن شوی و چې دی بیا دا تورونه بې اساسي بولي.

په عین حال کې د بدخشان د سولې کمیټې رییس مولوي عبدالواحد طیبي وايي چې اړتیا ده؛ څو د ملي وحدت حکومت مشران له سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې له افغانستانه بهر د بدخشان د نا امنیو مساله مطرح او حل کړي:

"وروسته له دې چې دا په ثبوت رسیږي چې بهرني جنګیالي په تاجکستان، چچین، ازبکستان او یا پاکستان مربوط دي؛ باید متبوع هېوادونو ته یې قناعت ورکړل شي. زما په باور تر څو چې د ملي وحدت د حکومت مشران په سیاسي او ډیپلوماټیکه توګه دا خبرې د افغانستان له خاورې بهر حل نه کړي؛ د دې هیواد ستونزې نه شي حل کیدلای."

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی چې له چین، تاجکستان او پاکستان سره ګډې پولې لري.

د بدخشان مدني فعالان او عام خلک وايي چې په بدخشان کې د لاجوردو او سرو زرو د کان موجودیت او د غیر مسووله وسله والو فعالیت په دې ولایت کې نا امنۍ ډېرې کړي دي.

رییس جمهور دې پریکړه وکړي یو لک کسان به د جمهوري ریاست شاوخوا ته ټول شي او له داعش سره به جنګ وکړي.
د بدخشان اوسېدونکی

د بدخشان یو مدني فعال ډاکټرعبدالقدیر رویش وايي چې ځینې پخواني قومندانان هم د خپلو ګټو په خاطر په نا امنیو کې ښکیل دي او له بهرنيو او کورنیو وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي:

" دا کسان د پخوانیو سیمه ییزو قومندانانو او هغو کسانو له خوا چې له دولته مرور دي او اوزګاره پاتې دي حمایه کیږي. په خپلو سیمو کې ځای ورکوي او د خپلو سیالانو د ځپلو او د ځینو کاندیدانو د بدنامه کولو په خاطر د نا امنیو او ګډوډیو په جوړولو کې ترې کار اخلي."

د ښاغلي رویش په خبره، که چیرته حکومت له کورنیو او بهرنیو وسله والو مخالفینو سره د جګړې اراده ولري او له خلکو مرسته وغواړي؛ مخالفین به ډېر ژر له بدخشانه وشړل شي.

په عین حال کې د بدخشان د مرکز فیض آباد او جرم او یمګان ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکي وايي چې د افغان دولت تر څنګ دریږي او چمتو دي چې له وسله والو مخالفینو سره جګړه وکړي.

د بدخشان یو اوسیدونکی فیض ملنګ وايي چې اړتیا ده؛ څو ټول افغانان د بهرنیو وسله والو مخالفینو په وړاندې جګړه په ګډه پیل شي:

"هغوی له دې ملت او زموږ خلکو څخه نه دي. رییس جمهور دې پریکړه وکړي یو لک کسان به د جمهوري ریاست شاوخوا ته ټول شي او له داعش سره به جنګ وکړي. نن یې چې د یوه هلمندي سر په بدخشان کې پرې کړی؛ د هلمندي نه بلکې زما بدخشي سر یې رانه جلا کړی دی. هلمندی، کندهاری، ننګرهاری ټول د همدې وطن دي او موږ ټول یو افغان یو."

اوس وخت په بدخشان کې اویا کلي د بهرنیو او کورنیو وسله والو جنګیالیو تر ګواښ لاندې دي.

که څه هم ویل کیږي چې ډېر ژر یوه پوځي لوا په بدخشان کې رامنځته کیږي او د مخالفینو پر ضد به پراخ عملیات وشي؛ خو د سیمې خلک ټینګار کوي چې په یو شمېر سیمو کې د مخالفینو د بیا ځایدو د مخنیوي لپاره دې افغان پوځیان دایمي پوستې جوړې کړي.

یو شمیر افغان پوځي کارپوهان هم باوري دي چې د بدخشان د سټراټیژیک موقعیت په پام کې نیولو سره باید ډېر ژر افغان پوځیان د بهرنیو او کورنیو وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره اقدام وکړي.

دا کارپوهان ټینګار کوي چې حکومت باید د عملیاتو د بریالي کیدو لپاره د سیمې د خلکو مشورې هم په پام کې وساتي.

راپور: صفي الله ستانکزی

دا راپور په غږ کې واورئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:09 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG