د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

رولاغني: د ښځو پر وړاندې د ټولنې د ذهنیت بدلول د کلونو هڅې غواړي


د ولسمشر غني میرمن رولا غني په ټولنه کې له نارینوو سره د ښځو د برابرو حقونو مخنیوی هوښیارانه عمل نه ګني.

رولا غني د سه شنبې په ورځ ناوخته په کابل کې یوې غوندې ته وویل؛ باید هڅې وشي چې د ښځو حقونه خوندي او د ټولنې د یو خپلواک غړي په توګه عمل وکړي.

میرمن غني وویل چې د ښځو پر وړاندې د ټولنې د ذهنیت بدلول کلونه، کلونه پرله پسې هڅې غواړي:

"د ذهنیت بدلولو لپاره په حوصلې سره کلونه کلونه پرله پسې ازادو هڅو او سرښندنې ته اړتیا ده او تر ټولو مهمه دا چې له اوسمهالو فرصتونو څخه د استفادې جرات دی."

میرمن غني وویل، هغه میرمنې چې ګټه - وټه نه لري؛ ډېری له تاوتریخوالي سره مخ دي.

رولا غني وویل ډېرۍ افغان میرمنې په ویره کې ژوند کوی او فکر کوی چې د نظر ورکولو حق نه لري.

خو نوموړې ټینګار وکړ چې اوس د ښځو د پیاوړې کولو لپاره ښه وخت رارسېدلی دی او په کارې چې په دې برخه کې عملي اقدام وشي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې د مخه د ولسمشر حقوقي سلاکار ویلي چې لا هم په دغه هېواد کې د یو انسان په ډول د ښځې پېژندنه نه ده مطرح او د دوی د ستونزو د هواري لپاره بنسټیز کار نه دی شوی.

بل خوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ یو نوی خپور شوی راپور ښيي چې دېری افغان نارینه لا هم د ښځو او د دوی د پرمختګونو پر وړاندې منفي نظرونه لري او د دوی پر وړاندې د کورنیو له تاوتریخوالي څخه ډک چلند نه دی بدل شوی.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د سولې؛ امنیت او ښځو په چارو کې د ناټو د سکرترجنرال ځانګړې استازې په دغه هیواد کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د هڅو په دوام ټینګار کوي.

مارین شیرمن چې په همدغه غونډه کې یې ګډون درلود په افغانستان کې یې د ښځو او نارینوو د برابرو حقونو په برخه کې د نوموړي سازمان د ملاتړ د داوم ډاډ ورکړ:

"ناټو ویاړي چې د افغانستان د مشرتابه تر ښځو، او نارینه تر څنګ د سولې؛ امنیت او د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي؛ غواړم یو ځل بیا د برابرو حقونو او پرمختګونو په برخه کې د ناټو د ملاتړ ډاډ درکړم."

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې د ښځو پر وړاندې د نارینوو د منفي لید لوري بدلول باید یوه ځانګړې ستراتېژي جوړه شي او په تولیز ډول پلې شي.

د دوی په اند تر کومه چې د ښځو پر وړاندې ټولنیز باورونه په رېښتینې او بنسټیز ډول بدل نشي؛ په دې برخه کې هڅې بې نتیجې وي.

XS
SM
MD
LG