د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

دفاع وزارت د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان یوه تکراري موضوع ګڼي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د طالبانو له خوا پیلېدونکي عملیات د دوی لپاره ډېر مهم نه دي او په هر حالت کې به له هېواد نه دفاع وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیات پيل یوه تکراري موضوع بولي او وایي، وسله وال مخالفین له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري.

د دې وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري وایي؛ امنیتي ځواکونه اوس د پخوا په پرتله پياوړي شوي او کولای شي چې د مخالفینو هر ډول حملې دفع کړي.

جنرال وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د مخالفینو د هر ډول عملیاتو پر وړاندې به له هېواد نه دفاع وکړي:

"تېر کال هم طالبانو یا مخالفینو د خیبر په نامه عملیات اعلان کړي وو؛ که په هر نوم باندې څوک عملیات اعلان کړي؛ د افغانستان د وسله وال پوځ او امنیتي او دفاعي ځواکونو هوډ دی چې دوی به یې په مقابل کې کلکه مبارزه او مجادله کوي."

ښاغلی وزیري وايي چې همدا اوس هم د دوی د ځواکونو له خوا په نهوو ولایتونو کې څوارلس تصفیوي عملیات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په یوې لېږل شوي؛ خبرپانه کې لیکلي چې د غويي په څلورمه نېټه د راروانې جمعې په ورځ د ټول افغانستان په کچه د عزم په نوم پسرلني عملیات پیلوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملیاتو د پیل مهم لامل دا دې چې لا هم په عمل کې د امنیتي تړون تر نامه لاندې د افغانستان ځمکه او فضا د بهرنیو په واک کې ده.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دغو عملیاتو هدف به بهرنیان؛ د دوی پوځي اډې، استخبارتي او ډیپلوماټیک مرکزونه؛ د رژیم چارواکي او د دفاع وزارت؛ ملي امنیت او کورنیو چارو افسران وي.

خبرپاڼه دا هم وايي چې په دغو عملیاتو کې به د ملکي کسانو خوندیتوب ته پوره پام کېږي او دیني، تعلیمي روغتیايي او مرستندویه مرکزونه به نه په نښه کېږي.

خو د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان دا د طالبانو له خوا یو تبلیغاتي جنګ بولي او وايي چې طالبان به د خپلو ویناوو په شان په دې کچه پراخ عملیات ونه لري.

د امنیتي چارو کارپوه او د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر:

"پاکستان داخلي عملیات شروع کړي دي؛ دوی (طالبانو) اکثراً هغه پخواني ځایونه له لاسه ورکړي دي او له هغو منطقو راوتلي دي؛ نو طبعاً تبلیغ به کوي چې یو څه امتیازت تر لاسه کړي؛ خو فکر نه کوم چې دوی به د خپل تبلیغ په شان پراخې حملې تر سره کړي."

طالبان په داسې حال کې د پسرلنیو عملیالتو د پیل خبر ورکوي چې افغان دولت د سولې د خبرو لپاره د هیلو او په دې برخه کې د سیمې او ګاونديو هیوادونو د همکارۍ خبره کوي.

خلک وايي، که چېرې طالبان رېښتیا هم د سولې خبروته تیاری لري؛ نو په کار ده چې د جګړې د زیري پر ځای د اوربند لاره خپله کړي.

خو طالبانو ویلي چې د جګړې د پای ته رسیدو یوازنۍ لاره دا ده چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او په افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG