د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

ولسي جرګه وايي د دفاع وزیر دې ژر تر ژره معرفي کړای شي


د افغانستان ولسي جرګه له جمهوري ریاسته غواړي چې د هېواد روان امنیتي وضعیت ته په کتو د دفاع وزارت لپاره کانديد وزير ژر تر ژره ور معرفي کړي.

که څه هم ورځ تربلې په افغانستان کې امنیت د خرابېدو خواته ځي؛ خو تراوسه هم د ملي وحدت حکومت مشران د دفاع وزیر د معرفي کېدو پرسر جوړ جاړي ته نه دي رسېدلي.

د افغانستان ولسي جرګه له ولسمشر څخه غواړي چې د هېواد روان امنیتي وضعیت ته په کتو هر څومره چې ژر کېدای شي؛ کاندید دفاع وزیر یادې جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کړي.

د دې جرګې لومړی منشي عبدالروف انعامي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل؛ جمهوري ریاست باید د دفاع وزیر له معرفي کېدو سره لوی درستیز هم وټاکي؛ څو ولس مسوول مرجع وپيژني:

"روان امنیتي وضیت ته په کتو، موږ له جمهوري ریاست څخه په جدي توګه غواړو؛ دفاع وزارت ته کاندید وزیر ژر تر ژره ولسي جرګې ته معرفي کړي؛ له ولسي جرګې هم زما غوښتنه دا ده چې ژر کاندید وزیر ته رایه ورکړي؛ له دې سره په خوا کې بل مهم امنیتي پست چې د لوی درستیز چوکۍ ده هم کس معرفي کړي؛ څو لږ تر لږه ولس مسوول امنیتي مرجع وپيژني."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ویاند ازادۍ راډيو ته ویلي؛ جمهور رییس محمد اشرف غني به له خلکو سره تر خبرو وروسته د هېواد د دفاع وزارت لپاره د کانديد وزير په اړه پرېکړه کوي.

له دې وړاندې د ولسي جرګې دویم مرستیال ویلي وو چې ولسمشر دفاع وزارت اوسنی پيژندوال عبدالله حبیبي د دفاع وزیر په توګه معرفي کړی؛ خو جمهوري ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې جرګې اداري پلاوی وايي؛ امکان لري په دوه درې ورځو کې د حکومت له خوا د دفاع نوی کاندید وزیر ولسي جرګې ته معرفي شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي وايي؛ هر څومره چې ژر دفاع وزارت ته کاندید وزیر معرفي شي هومره به د امنیت په ګټه وي.

د دې جرګې غړې شکریې بارکزۍ له جمهوري ریاست نه غواړي چې دفاع وزارت ته نوی کاندید وزیر باید مسلکي او غیر سیاسي وي:

"هرڅومره چې ژر د افغانستان امنیتي سکتور وتړل شي وزیران تعین شي؛ له پارلمان رایه واخلي، هومره به د امنیت په ګټه وي، نو هیله مو دا ده چې ژر تر ژره مسلکي غیر سیاسي ژمن کس د افغانستان د خلکو د امنیت او سیاسي ثبات لپاره دفاع وزیر په توګه معرفي شي؛ څو زموږ امنیتي سکتور په یو ښه کار وکړي."

د دفاع له وزیر پرته د افغان حکومت ټوله کابینه بشپړه شوې.

ولسي جرګې د تېرې شنبې په ورځ شپاړسو کاندید وزیرانو ته د باور رایه ورکړه او دې وزیرانو د سه شنبې په ورځ لوړه وکړه.

د پوځي چاروکارپوهان هم حکومت ته سپارښتنه کوي چې د دفاع د وزیر په معرفي کیدو کې بیړه وکړي؛ څو په امنیتي ارګانونو کې رامنځ ته شوې تشه ډکه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG