د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

د جلال اباد پیښې ان د دوو زومانو ناویانې هم د ویرپه ټغر کینولې


ګریک د ښيوې ولسوالۍ هغه سیمه ده چې د روانې اونۍ په پيل کې د جلال اباد خونړۍ پيښې څخه ورته څلورجنازې په یو وخت ور وړل شوې.

دا جنازې په لویه کې د يوې کورنۍ وې، په دې کې دوه هغه تنکي وروڼه هم شامل و چې له پيښې یوه اونۍ وړاندې د واده په خوښیو نوی ژوند پيل کړی و، د ناویانو لاسونه يې په نکریزو سره و چې د خپلو خاوندانو جسدونه يې په سرو وینو رنګ ولیدل.

د دوشنبې په ورځ موهمدې سیمې ته د تګ تکل وکړ او په خامه سړک تردوه ساعته مزل وروسته یادې سیمې ته ورسیدو، چيرته چې څلورجنازې په یو وخت وروړل شوې وې.

د دې کورنۍ یو مشرمحمد حنیف راته وویل چې څلور واړه جنازې د دوی د کورنۍ غړي دي:

"څلورجنازې ګریک کلي ته راغلي چې دې کې دوه زما وریرونه و، یو مې زوم و چې دې دواړو ورونو د حمل په نولسم ودونه کړي و او په نهه ویشتم په دې پيښه کې شهيدان شول او دریم د تره زوی و او هم مې باجا و او څلورم نفر چې شهيد شوی و د اکاډمۍ محصل و او زما خوریه کیده."

حنیف وايي؛ هغه ورځ چې د جنازو کتار د دوی د کورپه لور روان و،پر ټول کلي د محشر و:

"کله چې دا څلورجنازې زموږ دې کلي ته راښکته شوې، دا سې ورځ وه چې محشرهم داسې نه وي چې ان دا تابوتونه مات شول زنانه و، چا مخونه په څپیړو وهل، چا سرونه شکول او چا په تابوتونو ځان غورځولو، هیڅ د تحمل حالت نه و، انسان خو پریږده چې اوس د دې کلي دیوالونه او بوټي ورپسې ژاړي."

د دې کورنۍ یو بل غړی محمد قدیم خان د خپل وراره کیسه راته وکړه چې تازه له دولسم ټولګي نه فارغ شوی و او د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست وچې اوس د ماشومانو هیلې یوازې خدای ته دي:

"دا زما وراره و، د ده پلارمعذوره دی، دی دولسم نه فارغ شو اکاډمۍ ته لاړ دویمه میاشت يې وه، هغه په دې ورځ لاړه ښارته په دې پيښه کې شهید شو، اوس د دوی سرپرست څوک نشته."

یو بل تن محمد زمان بيا د خپل قرباني شوي ورورپه اړه وویل چې د پيښې په ورځ سهار وختي ښارته لاړ او خپلو ماشومانو ته يې تمه ورکړې وه چې دی به غله او نور څيزونه کور ته راوړي، خوخبرنه و چې د راشن پرځای به د هغه جسد کورته راوړل کیږي:

"هغه تللی و معاش پسې بچو ته يي ویلي چې زه به یوڅه غله او راشن ماشن راوړم، هغه چې څنګه تللی دی، دې بانک ته د معاش اخیستلو مخکې دې کافرانو شهید کړ او بس ماشومان يې په تمه کې وچې پلارمې راځي یوڅه به راوړي هغه بس د هغه جنازه راننوته."

د ګریک کلي هدیره چې د قربانيانو د کورونو ترڅنګ ده، څلورواړه په کېڅنګ په څنګ خښ شوي وو چې پر دوو قبرونو بې سرپرسته تنکي ماشومان راټول شوي و او د خپلو پلرونو په غم يې اوښکې تویولې.

یوه معصومه ماشومه چې د پلارغم يې په سترګو کې ورایه ښکاریده او د خبرو توان يې له لاسه ورکړی و، د ازادۍ راډيو پوښتنو ته يې په نیمه ژبه یو څه وویل، خو نور يې د سرپه خورولو ځوابونه ورکړل:

"ستا نوم څه شی دی؟ ګلسم. دلته څنګه راغلې يې؟ ...پلار قبر دی.

نورڅوک سرپرست لري؟ .. نه. له حکومت نه څه غواړې؟ .....هــ ..زما پلار چا شهید کړی هغه درباد او برباد شي."

نه یوازې د ګریک کلي کورنۍ د ويرپه ټغر ناستې دي، بلکې د دوی په څيرډیرې نورې داسې کورنۍ هم د دې پيښې ښکار شوي چې له د خپلو کورنیو یوازیني سرپرستان و او سترګې ورته غړیدلې.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG