د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د پکتیکا د والي وروستیو څرګندونو د افغان سناتورانو غبرګونونه راوپارول


د اسلامي دولت ډلې یا داعش له کورنیو سره د ملي امنیت شورا د مرستې د ادعا په اړه د پکتیکا د والي څرګندونو د مشرانو جرګې د غړیو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

افغان سناتورانو د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتود ملي امنیت له شورا او دغه رازد پکتیکا له والي څخه په دې اړه د توضیحاتو غوښتنه وکړه.

دغې جرګې پریکړه وکړه چې د ملي امنیت سلاکار او د پکتیکا والي راتلونکې اونۍ د دغې جرګې عمومي غونډې ته را وغواړي.

وروسته تردې چې د پکتیکاوالي د افغانستان د ملي امنیت شورا په دغه ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له کورنیوسره په مالي مرسته تورنه کړه، د مشرانو جرګې ځینو غړیوله نوموړي د اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

د دغې جرګې ځینو غړیو د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې که د والي عبدالکریم متین څرګندونې واقعیت ولري، نود ملي امنیت شورا مسولین دې ځواب و وایې.یو له همدغو سناتورانو څخه عبدالرحیم حسن یار دی:

″که د پکتیکا د والي څرګندونې پرځای دي نو د ملي امنیت شورا باید د افغانستان د خلکو، د یرغمل شویو او هغو قربانیانو د کورنیو په وړاندې ځواب ووایې چې د شماله نیولې ترجنوب او شرق او غرب پورې په وینو کې ډوب دي او و وایې چې ولې دوي د داعش له کورنیو سره مرستې کوي.″

خو د مشرانو جرګې بل غړی جمعه ګیان وال بیا د والي دا څرګندونې ردوي او وایې، مرستې له هغو کډوالو سره شوي چې د ناامنیو له امله له پاکستانه افغانستان ته را اوښتي:

″جناب والي صاحب بې مسولیته خبرې کوي.

دا هغه خلک دي چې زه یې قوم او شخصیتونه پيژنم.

نه داعش دي او نه هم القاعده.

دا هغه میلمانه دي چې دا دیرش کاله یې د افغانانو پالنه وکړه.″

د پکتيکا والي عبدالکریم متین په وروستیو کې ویلي چې د ملي امنیت شورا له لوري په دغه ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې له کورنیو سره دوه لکه ډالره مرستې شوي دي.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل، کله چې د ډیورنډ کرښې اخوا پاکستاني پوځيانو عمليات پيل کړل، نود کډوالو په نوم پکتيکا ته بېلابېلې وسله والې ډلې را واوښتې.

د ښاغلي متين په خبره، د دې ولايت د ټولو ستونزو په اړه يې مرکزي حکومت او امنيت شورا ته په وار وار ويلي، خو زیاتوي چې تراوسه يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

همدې موضوع ته په کتومشرانو جرګې پریکړه وکړه چې هم د ملي امنیت سلاکار او هم د پکتیکا والي راتلونکې اونۍ د یادې جرګې عمومي غونډې ته ور وبولي.

دا پریکړه د مشرانوجرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي چې په دغه ورځ یې د جرګې مشري کوله، اعلان کړه:

″که چېرې د امنیت شورا د رییس ترڅنګ والي هم را و غواړو، کیدای شي هغه ځیني اسناد او شواهد ولري او که دواړو حضور ولري، دا به ښه وي.

کوم کسان چې موافق دي شنه کارټونه دې پورته کړي. راتلونکې اونۍ غوښتل کیږي.″

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې فعالیتونو ټول افغانان اندیښمن کړي دي.

افغان حکومت که څه هم د ټولو وسله والوډلو سره د مبارزې ډاډ ورکوي، خو خلک او د ملي شورا غړي د وسله والو په ځانګړې توګه د بهرنیو جنګیالیو په وړاندې د امنیتي ارګانونو پراقداماتو انتقاد کوي او هغه نا کافي بولي.

XS
SM
MD
LG