د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

مستغني: د افغانستان بهرنی سیاسیت خپلواک او متوازن دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه هېواد د ګاونډیو؛ سیمې او نړۍ له هېوادونو سره متوازن بهرنی سیاست لري.

په داسې حال کې چې افغان حکومت ډېر ځله د نا متوازرنه بهرني سیاست او یو شمېر هېوادونو ته د امتیاز ورکولو په برخه کې له انتقادونو سره مخ دی؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د دغه هېواد بهرنی سیاست خپلواک او متوازن ګني.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دغه هېواد بهرنی سیاست په ملي ګټو ولاړ او هیڅ هېواد به اغیزمن نه کړي:

"له ټولو ملګرو هېوادونو سره د افغانستان دو اړخیزې اړیکې؛ رڼې، څرګنده، نېغ په نیغه او خپلواکې دي؛ موږ تل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه په دې ټینګار کړی چې له هیڅ هېواد سره د افغانستان اړیکي به بل هېواد سره په اړیکو اغیز ونه کړي."

د ملي وحدت د حکومت تر جوړېدلو ورسته د چارو د یو شمېرشنونکو؛ ځنې ګوندونو او د ملي شورا د یو شمېر غړو له خوا د حکومت پر بهرني سیاست انتقادونه وشول.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي حکومت په یو بې ساري ډول سعودي عربستان؛ چین او پاکستان ته نېږدې شوی دی.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې د افغانستان اړیکي له هند سره ساړه شوي دي او ټولې هڅې پاکستان سره د اړیکوو د ښه کولو پر سر دي چې د دوی په وینا؛ دغه مساله د جدي اندېښنې وړ ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپل کار په لومړیو شپږو میاشتو کې؛ درې ځلي سعودي عربستان، یو ځل پاکستان او یو ځل هم چین او ایران ته تللی دی.

دغه شان د یمن د کړکیج په برخه کې د افغانستان دریځ او له حرمین شریفین څخه یې ملاتړ هم د ایران د خوا بدی لامل ګرځېدلی دی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت د هڅو په نتیجه کې او د هغو خبرو په غبرګون چې له پاکستاني چارواکو سره شوي دي؛ د سولې د خبرو د عملي پیل په برخه کې هیلې پیدا شوې دي:

"هغه ګټورې خبرې چې افغان چارواکو له پاکستاني چارواکو سره کړې دي؛ په لوړه کچه هیلې پیدا شوي او لا هم د افغان حکومت د سولې د خبرو به برخه کې د پاکستان؛ شا او خوا او د سیمې د هېوادونو له خوا ملاتړ موجود دی."

افغان کارپوهان وايي، د ملي وحدت حکومت باید هڅه وکړي چې خپل بهرنی سیاست داسې تنظیم کړي چې په بیلابیلو برخو کې د سیمې او ګاونديوو هېوادونو همکاري خپله کړي.

د دوی په وینا، د بهرني متوازنه سیاست ساتل د دغه هېواد د پرمختګ لامل ګرځي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د کابل په اړیکوو کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG