د چين ولسمشر شي جين پينګ چې تېره ورځ پاکستان ته راغلى، د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي پارلمان او مشرانو جرګې ګډې غونډې د دواړو هېوادونو په خپلمنځي اړيکيو اوږده وينا وکړه او ويې ويل چې دا اړيکي اوسمهال پر ستراتېژيک شراکت بدلېدونکي دي.
هغه وويل چې هېواد يې له پاکستان سره اوږدې تاريخي او کلتوري اړيکي لري او حکومت يې غواړي، چې دا اړيکي لا پراخې او پياوړې کړي، څو پر چين او پاکستان سربېره د سيمې هېوادونو ته هم ګټه ورسوي.
نوموړي همدا راز د ترورېزم په ضد روانه جګړه کې د پاکستان رول وستايه او ويې ويل چې پاکستان د دې جګړې په لومړي کتارکې ولاړ او په دې لړ کې يې ډېر زيانونه ګاللي دي.
دا په تېرو نهو کلونو کې پاکستان ته د چين د ولسمشر لومړى سفر دى چې هدف يې په دې هېواد کې پراخه پانګونه او د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي دهلېز د جوړولو بنسټ ايښودل دي.
د چين ولسمشر د پاکستان پارلمان ته په خپلې وينا کې همدا راز وويل چې هېواد يې د سويلي اسيا له ټولو هېوادونو سره د برابرۍ په کچه ښې اړيکي غواړي او په دې لړ کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي.نوموړي همدا راز افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول ډاډ وښود او ويې ويل:
"موږ بايد د نړېوالو موضوعاتو په څېړنه کې خپل مسووليت په ښه توګه ترسره کړو او د سيمه ييزو او نړېوالو مسئلو و پرمختکونو په څېړنه و کتنه کې بايد نزدې او ستراتېژيکي اړيکي او همکاري لا زياته کړو.
چين د افغانستان په مسئله کې د پاکستان رول ستايي، ملاتړ يې کوي او همدا راز د دې هېواد د سولې په پروسه کې به يې لا زياتو هڅو هرکلى وکړي."
دا د پاکستان اوسني ملي پارلمان ته د کوم بهرني ولسمشر لومړۍ وينا وه.
د چين ولسمشر د دوشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم نواز شريف، ولسمشر او د پوځ له لوى درستيز سره هم وليدل او په دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکيو سربېره يې ورسره پر سيمه ييزو موضوعاتو هم خبرې وکړې.
شي جين پينګ پاکستان ته د خپل سفر مهال په دې هېواد کې د ٤٦ ملياردو ډالرو پانګونې اعلان وکړ، چې ډېره برخه به يې د پاکستان_چين ترمنځ د اقتصادي دهلېز په جوړېدو او ددې هېواد د برېښنايي انرژۍ د ستونزې په ختمولو ولګول شي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د سياسيي او اقتصادي چارو کارپوهان پاکستان ته د چين د ولسمشر سفر او په دې هېواد کې د لسګونو ملياردو ډالرو د پانګونې اعلان، د دې د ضعيف او مخ په ځووړي اقتصاد لپاره ښه زېرى بولي.
راپور: ذبيح شفق