د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

ملي ارمان: د داعش پروژه د امریکا، اسراییلو او انګلیس ګډ کار دی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې موجودیت او د حکومت له خوا د سولې روانو هڅو ته مطالب او تبصرې ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د داعش پروژه د امریکا، اسراییلو او انګلیس ګډ کاردی او افغانان د دې قدرتونو د لاس اله ده.

په دې مطلب کې د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکل شوي چې د کورني امنیت او دفاعي چارو په کمیسیونونو کې د امنیتي چارواکو استجواب دوی ته د قناعت وړنه وو.

په مطلب کې د ولسي جرګې د غړو دا څرګندونې هم را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، د امنیتي ارګانونو مسولین باید استیضاح شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ولسي جرګې ایمان تیر کړ او د ناامنیو اصلي لامل یې په ګوته کړ.

د سرمقالې لیکوال ویلي، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک هېواد د تروریزم او داعش په سره تنوربدل کړی او ولسي جرګې اوس دا تریخ حقیقت څرګند کړ.

په سرمقاله کې راغلي چې دا ستونزه د امنیتي مسولینو په استیضاح نه شي حل کیدای او حکومت باید له نړېوالې ټولنې سره اړیکې له استخباراتي چینلونو را وباسي او د ډیپلوماتیک عرف له مخې یې په ګډو ګټو بنا کړي.

جامعه باز ورځپاڼې بیا د سولې په اړه خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د سولې په وړاندې پراته خنډونه.

په سرمقاله کې په قطرکې د طالبانو د دفتر د ویاند په حواله لیکل شوي چې اوس له افغان حکومت سره خبرې نه پيلوي.

د ورځپاڼې په باور، د قطر د دفترویاند محمد نعیم ویلي، د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې د سولې خبرې د طالبانو د تسلیمیدو په معنی ده.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې طالبان ممکن د ځينو مجبوریتونو له امله داسې څرګندونې وکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه سرمقاله کې لیکلي چې د ګاونډ، سیمې او نړۍ همکاري ډيره مهمه ده.

په سرمقاله کې راغلي چې ځیني تش په نامه سیاسي څيړونکي وایي چې افغانستان د ناکامۍ په لور روان دی، خو د ورځپاڼې په باور دا انتقادونه بې ځایه دي او حکومت هڅه پیل کړې چې د بریالیتوب پرلورګام واخلي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې افغان حکومت د شاتګ ټول پلونه وران کړي او د پرمختګ لپاره یې هوډ کړی دی.

XS
SM
MD
LG