د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۴

د افغان کډوالو ستونزې د یوې مجموعې په توګه له ایران سره مطرح شوي


افغان ولسمشر وايي، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې به لازم اقدامات وشي.

ولسمشراشرف غني ایران ته د سفر پرمهال ویلي دي چې د افغانانو ستونزې د یوې مجموعې په توګه له ایران سره مطرح شوي دي.

په دې اړه د جمهوري ریاست په یوه بیان کې راغلي چې ښاغلي غني دا مساله پرون د افغانستان په سفارت کې د افغان کډوالو له استازو سره په کتنه کې یاده کړه.

په بیان کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې وايي؛ ده د ایران په زندانونو کې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه هم له ایراني چارواکو سره خبرې کړي او په دې اړه به په راتلونکو درېیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمینځ بحث وشي او د حل لارې به یې ولټول شي.

بیان زیاتوي چې ځینو افغان کډوالو د نورو کډوالو په استازیتوب د خپلو ستونزو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG