د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، ټاکل شوي په نږدې راتلونکې کې د وریښمو د لارې د رغولو کار پيل شي.
د وریښمو لارې د رغولو موضوع چین ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال یاده شوې وه؛ خو اوس د فواید عامې وزارت مسولین وایي چې په نږدې راتلونکې کې به کار پرې پيل شي.
د ورېښمو لار د بدخشان د واخان دهلیز له لارې افغانستان له چین سره وصلوي او ټاکل شوې؛ ډېر ژر یو چینایي پلاوی د دې پروژې د کار د پیل د خبرو لپاره کابل ته راشي.
د فواید عامې وزارت تخنیکي مرستیال نورګل منګل آزادي راډیو ته وویل؛ چین چمتو دی چې د وریښمو لاره ورغوي:
"افغانستان هڅه کوي چې د ټرانزیټي؛ مواصلاتي او سوداګریزې لارو بیارغونه وکړي؛ دا پروژې چې افغانستان ته راځي؛ نو لوړ لګښت ته ضرورت لري او له چین سره د افغانستان مذکرات په ټولو برخو کې جریان لري."
هر کله چې د وریښمو د لارې طرحه عملي شي؛ نو دغه لار د بدخشان واخان بندر د چین د سین کیانګ ایالت سره نښلوي.
د فواید وزارت د معلوماتو له مخې د ورېښمو د لارې رغونه په میلیونونو ډالرولګښت ته اړتیا لري.
د ورېښمو د لارې یوه برخه چې ۴۴ کیلو متره کیږي؛ د اسیا د پراختیایي بانک له خوا د جوړېدو په حال کې ده او ټاکل شوې د دې پروژې په بله برخه چې ۱۰۸ کیلو متره کیږي هم کار پیل شي.
دغه راز حکومت پر دې هم کار کړی چې افغانستان د شیرخان بندر له لارې منځنۍ آسیا او بیا چین ته مواصلاتي لاره پیدا کړي.
د وریښمو لاره پخوا هم د چین، افغانستان او سیمې تجاراتي لاره وه؛ خو د سیمې حکومتونه غواړي چې بېرته دغه لاره ورغوي.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور د ورېښمو د لارې جوړېدل کولي شي؛ افغانستان له چین، هند، منځنۍ آسیا، ترکیې او حتی اروپایي هېوادونو سره وصل کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو په وینا؛ د ورېښمو لار کولای شي، افغانستان د راکړې ورکړې په یوې سوداګریزې لارې بدل کړي.
د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ وايي:
"زه هیله لرم چې دا یو ښه پیل اوسي؛ ځکه چې چین یو قوي اقتصادي هېواد دی او دې پروژې ته لیوالتیا لري؛ نو طعباً چې چین نور هېوادونه هم هڅوي؛ د دې پروژې د کارونو د چټکتیا لپاره؛ د چین له لارې نه هندوستان او د منځني ختیځ له لارې حتا ترکیې ته؛ دغه ټول هېوادونه افغانستان په یو لوی سودګریز مرکز بدلولي شي."
که څه هم د فواید عامې وزارت د ورېښمو لارې جوړول د سختو غرونو له امله ګران بیه بولي؛ خو وايي، افغانستان اوږد مهالې اقتصادي ګټې ته په کتو حاضر دی چې یاده لاره جوړه کړي.
که څه هم د افغانستان د فواید عامې وزارت کم مالي امکانات د دې لارې د جوړولو پر وړاندې یوه ستونزه بولي؛ خو د چارو کارپوهان بیا وايي؛ د لویو لارو د جوړولو په برخه کې د چین نوی تخنیک کولای شي؛ یاده لاره په لږ وخت او کم مصرف سره جوړه کړي.
راپور: مرضیه احمدزۍ