د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۱

صدیقي: د انسان تښتونې د پېښو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، ټولو امنیتي ځواکونو ته یې دنده سپارلې چې د هېواد په ګوډ ګوډ کې د انسان تښتونې له پېښو مخنیوی وکړي.

د دې وزارت چارواکي وایې، کشفي ادارې اوس په دې هڅه کې دي چې د دغو ډلو هویت مشخص کړي.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د انسان تښونو وروستیو پیښو خلک اندیښمن کړي او پر لویو لارو د تګ راتګ پرمهال د خوندیتوب ډاډ نه لري.

د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د دې ډول پیښو د مخنیوي لپاره یې نوي اقدامات پيل کړي دي او هڅه کیږي چې د برمته کوونکو هویت په ډاګه شي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل:

"په خواشینۍ سره باید ووایو چې په دې وروستیو کې د انسان تښتونې پیښې د ډيرو خلکو د ځورونې سبب شوې، دا جدي ستونزه ده، خو موږپه ګډه کار کوو چې له خلکو سره په ګډه دا ستونزې حل کړو."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د انسان تښتونې پیښې زیاتې شوې دي.

د دغو پیښو وروستۍ بیلګه هم د پکتیا په مرکز ګردېزکې وشوه چې هلته نامعلومو کسانو نولس تنه ماین پاکوونکي تښتولي دي.

د دې راپور د لیکلو تر وخته د دې ماین پاکانو د برخه لیک په اړه معلومات نه وو خپاره شوي.

په افغانستان کې د سړي تښتونو پیښې په تیره حوت میاشت کې په زابل کې د ۳۱ مسافرو په برمته کیدو پيل شوې او بیا ورته پيښې په نورو ولایتونو کې هم ولیدل شوې.

تر اوسه لا د دې ۳۱ مسافرو برخه لیک هم نه دی معلوم.

له دې سربیره په دایکندي، کندز او غزني کې هم د سړي تښتونو پیښې ولیدل شوې، خو د غزني په پیښه کې له څلورو تښتول شوو کسانو سرونه غوڅ شول.

په عین حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایې چې د بشري حقونو د قوانینو په اساس د عامو او بې ګنا وګړو تښتول او یا د هغوي وژل یو وحشاینه او غیرانساني عمل دی.

د دې کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار همدارنګه له افغان حکومته وغوښتل چې پدې برخه کې جدي اقدام وکړي:

"د انسان تښتونه او بیا هغوي په مظلومانه ډول وژل دا یو وحشیانه عمل دی او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا ډول پيښې په کلکه غندې، دولت اساسي مکلفیت لري چې د خپلو اتباعو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي."

خو یو شمېرافغان څيړونکي وایې چې د دغو انسان تښتونکو تر شا هغه کړۍ لاس لري چې غواړي د خلکو او دولت ترمنځ فاصله رامنځ ته کړي.

دوي وایې چې افغان حکومت باید یادې کړۍ ونیسي او پرينږدي چې دوي خپلو شخصي ګټو ته ورسیږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG