د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

په پکتيکا کې د مهاجرو په نوم وسله والو ته مرستې وېشل کيږي


د پکتيکا والي عبدالکريم متين وايي چې د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې ښايي د افغان حکومت مرستې د وزيريستاني کډوالو کورنيو پر ځای وسله والو ډلو ټپلو ته وېشل شوي وي.

نوموړی وايي، په هغه سيمه کې چې حکومت په کې په خپله حاکميت ونه لري؛ د مرستو د وېش پرمهال به څنګه وکولای شي؛ اړې کورنۍ او وسله والې ډلې؛ داعش، طالبان او نور سره بېل کړي.

دی زياتوي، کله چې د کرښې په هغه غاړه کې پاکستاني پوځيانو عمليات پيل کړل؛ نو د کډوالو په نوم پکتيکا ته د ټولو ډولو وسله وال هم راواوښتل:

”تاسې خو پوهېږئ چې برمل او پکتيکا په مجموع کې له دواړو وزيريستانو، شمالي او جنوبي وزيريستان سره ډېره اوږده پوله لري؛ کله چې د پاکستان د پوځ له لوري عمليات پيل شول؛ نو هره ډله وسله وال، که طالبان وو، که داعش وو او بله ډله، ټول راواوښتل ډېره لنډه او نږدې لاره ورته پکتيکا وه او په هر وخت کې ورته دا لاره ښه او ارزانه تمامه شوې ده.“

نوموړی زياتوي چې د عملياتو څخه وروسته يو شمېر هغه وزير او مسيد هم د خپلو کورنيو سره راواوښتل چې واقعاً د هغو سيمو اوسېدونکي وو او د کومو ډلو ټپلو سره يې تړاو نه درلود چې هغوی په منظم ډول په خوست کې کمپ درلود؛ خو په پکتيکا کې لا دا تشخيص هېڅ کومې ډلې نه دی کړی چې مرستې چاته وېشي:

”يو تعداد داسې کسان وو چې هغه وزير او مسيد او يا نور قومونه وو چې د مهاجر په صفت راواوښتل چې زيات شمېر يې په خوست کې وو چې هلته يې منظم کمپ درلود او منظمې مرستې ورسره کېدې چې په دې وخت کې پکتيکا څخه هم راپور لاړ چې پکتيکا ته هم مهاجر راغلي دي؛ کله چې له دوی سره مرسته کيږي؛ دغه تشخيص، چې دغه مهاجر دي او که وسله وال دي هېچا نه دی کړی.“

د والي عبدالکريم متين په خبره چې کله دوالي په حيث پکتيکا ته تللی؛ دغه مرستې يې درولې دي او له هغو خلکو سره يې خبرې کړې دي چې که دوی کډوال وي؛ د خوست بولان کمپ کې دې ځای پر ځای شي او يا به دوی ورته په مرکز ښرنه کې کمپ جوړ کړي؛ نه دا چې دوی ته په برمل ولسوالۍ کې مرستې ورکړي:

”دا مرستې وسله والو ته رسېدلې او که هر چاته رسېدلي دي؛ ولې د مرستو په وېش کې هلته شفافيت موجود نه وو؛ کله چې زه هلته د والي په حيث لاړم؛ نو ما دا مرستې بندې کړې، ما هغه کسان چې هلته موجود وو؛ د هغوی مشران مو راوغوښتل چې که واقعاً تاسو مهاجر ياست؛ نو وزيريستان هم خوست نږدې دی؛ نو هلته تشريف يوسئ، دوهم کمپ زه حاضر يم، چې په ښرنه کې تاسو ته کمپ جوړ کړم چې اوبه، مکتب او هر څه درته ورسوم؛ خو د برمل په غرو کې زه تا څنګه تشخيص کړم چې ته واقعاً مهاجر يې او زما مرستې ته محتاج يې.“

دی زياتوي چې که د افغانستان په هر کونج او کنار کې؛ که په هر نوم وسله وال نيول کيږي؛ حتمي به يې ۸۰ فيصده له تحقيقاتو وروسته معلوميږي چې د پکتيکا له لارې تللی دی:

”تاسې که هر چېرته د افغانستان په هر ګوټ کې ورانکاری؛ داعش، طالب او هر څوک ونيسئ، نو تر ۸۰ فيصده زيات به يې درته ووايي چې دوی د پکتيکا له لارې راغلي دي.“

والي وايي، په همدې اساس نه غواړي، په هغو نا امنه سيمو کې چې هلته د دوی ځواکونه بشپړ امکانات نه لري او د ټول افغانستان دروازه هم ياديږي او د دوی نفوذ په کې کم او وسله والو فعاليتونه زيات وي؛ مرستې ووېشي:

د ښاغلي متين په خبره چې د دې ولايت د ټولو ستونزو په اړه يې مرکزي حکومت او امنيت شورا ته په وارونو - وارونو ويلي چې له کومو ستونزو سره مخ دي؛ خو تر اوسه يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی:

”د مرکزي حکومت نه ما په وارو - وارو هيله کړې؛ دغه امنيت شورا ته ما خپل راپورونه لېږلي چې موږ پراخو مرستو ته په دې ولسواليو کې ضرورت لرو؛ زموږ ولسوالۍ هلته ورانې دي، خلک او پوليس مو په ډېر بد وضعيت کې دي؛ زموږ سرحدي پوليس په ډېر بد وضعيت کې دي؛ هلته خلکو ته خدمات برابرول په کار دي؛ هلته دولتي حاکميت قوي کول په کار دي چې زموږ خلکو ته خدمات ورسيږي؛ څو د پاکستان له خدماتو څخه استفاده ونه کړي او موږ هلته قوي نفوذ ولرو.

ما په وارو حکومت ته ويلي، چې زموږ پوليس د محاصرې په حد کې دي هغه له دې محاصرې راووېستل شي؛ حمايه شي او تقويه شي، زموږ اردو، پوليس او سرحدي پوليس حمايه شي او په لويه کې خلک بايد حمايه شي چې د پاکستان له موجوديته تر نن پورې يې دغه پوله ساتلی؛ کله چې همدې خلکو د دغې پولې له ساتلو لاس اخيستی، بيا نه روسان توانيدلي، نه ايساف توانېدلی او نه زموږ حکومت، چې دغه پوله وساتي.“

والي په ډېر ټينګار سره وايي، په هغو سيمو کې چې د حکومت حاکميت په کې د نشت برابر وي؛ څنګه کولای شي، د مرستو د وېش پرمهال وسلوال او غير وسله وال سره معلوم کړي.

د پکتيکا والي دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د دې ولايت په ډېرو لرو پرتو سرحدي ولسواليو کې؛ خلک د روغتيايي، ښوونيزو، زراعتي، حکومتدارۍ او نورو برخو د خدماتو له نشتوالي څخه شکايت کوي؛ وايي، حکومت ورته په تېرو ۱۳ کلونو کې لکه څرنګه چې لازمه ده پام نه دی کړی.

راپور- داود تپان

XS
SM
MD
LG