د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د چين ولسمشر ژي جين پينګ نن په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي


ټاکل شوې چې د چين ولسمشر ژي جين پينګ به نن د يوه پلاوي په ملتيا د پاکستان په يو دوه ورځني سفر د دې هېواد پايتخت اسلام اباد ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په وينا، نوموړى به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال پر صدراعظم نواز شريف او ولسمشر سربېره د دې هېواد له يو شمېر نورو سياستوالو او همداراز له جګپوړو پوځي مقاماتو سره وګوري او په دوه اړخيزو او سيمه ييزو اړيکيو به ورسره خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د چين ولسمشر پاکستان ته په خپل سفر کې له دې هېواد سره د ٤٥ ملياردو ډالرو په ارزښت د پاکستان - چين اقتصادي دهليز په ګډون د يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو تفاهيم ليکونه هم لاسليک کړي.

دا د چين د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په اسيا کې د تجارت او ټرانسپورټ نوې لارې پرانیزي.

که له يوې خوا د پاکستان حکومت اسلام اباد ته د چين د ولسمشر د تودهرکلي تابيا کړې؛ نو له بلې خوا دوى دا سفر او د اقتصادي پروژو تړونونه لاسليک کول نه يواځې د پاکستان، بلکې د سيمې د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او سولې لپاره مهم بولي.

د پاکستان د پلان وزير احسن اقبال د يکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"که څه هم د پاکستان او چين ترمنځ د دغه اقتصادي دهليز پروژې ته د لوبې بدلوونکى يا ګېم چينجر ويل کېږي؛ خو زما په خيال دا يوه برخليک ټاکونکې پروژه ده. دا به زموږ او د دې سيمې د خلکو تقدير بدل کړي او د پاکستان په ګډون به د سيمې د ټولو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او سولې او ثبات په تامين کې غټ رول ولوبوي."

نوموړي همداراز وويل، چې چين به په راتلونکي کې په پاکستان کې دې ته ورته نوره پانګونه هم وکړي چې له امله به يې د دې هېواد اقتصاد وده وکړي او خلکو ته به د کار زمينې برابرې شي.

د چين ولسمشر په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې په سيمه کې پر ځينو مهمو مسالو بحث روان دى چې په سر کې يې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پيل دى.

په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې چين هم د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې دلچسپي ښودلې؛ نو همدا لامل دى چې د سيمه ييزو چارو کارپوهان وايي چې ښايي د چين ولسمشر به له پاکستاني چارواکيو سره د افغانستان په وضعيت، په ځانګړې توګه د افغان دولت او طالبآنو ترمنځ د مذاکراتو په موضوع هم وغږېږي.

په پېښور پوهنتون کې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر پروفيسر سرفراز خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"مهمه دوره ده، هغې کې بۀ نه صرف د ٤٥ ميلياردو ډالرو پروجيکټ دستخط کېږي؛ بللکې افغانستان باندې به هم خبرې کېږي چې څنګه موږ په سيمه کې روغه جوړه راوستى شو؛ څنګه تجارت کېدى شي او ورسره ورسره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت او سولې روغې جوړې او د چين تجارت چې دى پاکستان او افغانستان سره؛ په دې باندې به هم خبرې کېږي.

موږ خبر يو چې مخکې هم د افغان حکومت وسله وال مخالفين چين ته تللي وو او چين ورته ويلي وو چې خبرې اترې وکړئ او له خپل حکومت سره خبرې کېنئ. پاکستان هم اوس دا وايي، چې هغوى دې حکومت سره کېني او خبرې اترې دې وکړي. نو زما په خيال په دې پاليسۍ باندې به خبرې کېږي او کوشش به کېږي چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره ښکېلې خواوې خبرو اترو ته کېني."

که څه هم د چين د ولسمشر د پاکستان دا سفر په تېر ميلادي کال کې ټاکل شوى و؛ خو په اسلام اباد کې د سياسي کړکېچ له امله نوموړي پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه او هندوستان ته لاړ.

د يادونې وړ ده، چې د چين ولسمشر به پاکستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د پاکستان د ملي پارلمان يوې ګډې غونډې ته وينا هم وکړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG