د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

افغانستان او ایران د داعش پرضد په خپلو کې امنیتي همکاري پیاوړې کوي


نړېوالو رسنیو تر ډېره ایران ته د ولسمشر غني د سفر او په ننګرهار ولایت کې د وروستیو تروریستي حملو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نېشنل:

نېشنل خپرونه ایران ته د افغان ولسمشر د سفرپه اړه په یوه مطلب کې لیکي؛ افغانستان او ایران د یکشبنې په ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي دولت د ډلې د ګواښ پر وړاندې به په خپلو کې امنیتي همکارۍ پیاوړې کوي چې د خپرونې په وینا؛ ښایي ګډ پوځي عملیات هم په کې شامل وي.

د ایران ولسمشرحسن روحاني وایي؛ سیمه ناکراره ده او دې ته اړتیا لري چې استخباراتي معلومات له یوه بل سره شریک شي.

خپرونې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته په اشاره د افغان ولسمشر اشرف غني دا خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي؛ له پراخې همکاري پرته نه شي کیدای چې د دغې وحشتناکې پدیدې مخه ونیول شي.

د نېشنل خپرونې په وینا، ایران او افغانستان نژدې اړیکی لري؛ په ۲۰۰۱ کال تهران په یوه بې ساري اقدام کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پرزولو لپاره د امریکا په مشرۍ جګړه کې له واشنګټن سره همکاري کړې وه.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه چې لږترلږه ۳۴ کسان په کې ووژل شول او له سلو زیات ټپیان شول؛ په یوه مطلب کې لیکي، که چېرې هغه ادعا چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش کړې چې دغه ځان وژونکې حمله دوی کړې؛ تایید شي دا به په افغانستان کې د دغې ډلې له خوا ترټولو لویه حمله وي.

ورځپاڼه لیکي، په مارچ میاشت کې واشنګټن ته د افغان ولسمشر او اجراییه رییس له سفرمخکې لوړپوړو افغان چارواکو په کراتو کراتو په افغانستان کې د د اسلامي دولت د ډلې د حضور په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو د دغې ډلې فعالیت زیات محسوس نه و.

د ورځپاڼې په وینا، شاهدالله شاهد چې ځان د اسلامي دولت د ډلې یا داعش ویاند معرفي کوي؛ د دغې حملې مسوولیت اخیستی او یوشمېر ټولنیزو شبکو چې ځان په دغې ډلې پورې تړلې ګڼي؛ برید کونکي ته منصوب داسې تصویرونه خپاره کړي چې د دغی ډلې د توربیرغ په مخکې ولاړ دی.

لاس انجلس ټایمزورځپاڼه وړاندې لیکي؛ په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د حضور په اړه مخکیني راپورونه پر دې څرخېده چې ګواکې د وسله والو طالبانو په منځ کې راپورته شوي اختلافات د دې سبب شوي چې یوشمېر قومندانان له طالبانو ځان جلا او د ابوبکر البغدادي په مشرۍ خلافت سره چې د منځني ختیځ لویه سیمه یې لاندې کړي؛ یوځای شي.

ایکونومیک ټایمز:

ایکونومیک ټایمزخپرونه په دې اړه په یوه مطلب کې لیکي؛ د اسلامي دولت د ډلې له خوا د حملې د مسوولیت له اخیستو سره په افغانستان کې داسې پوښتنې راپورته شوي چې ایا د دغې حملې مدعیان په رښتیا په دې هېواد کې حضور لري او که هغه طالبان دي چې اوس یې د داعش تور بېرغ پورته کړی دی.

د خپرونې په وینا، که هرڅه وي، خو افغانان چې جګړو ځپلي، داسې انګیري چې سږنی دوبی به د جګړو یو خونړی فصل وي چې په یوه لسیزه کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

XS
SM
MD
LG