د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

بدخشان: د سولې له بهیر سره د وسله والو یوځای کېدل دوه برابر زیات شوی


د بدخشان د سولې د ولایتي کمېټې رییس وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې نږدې پنځه سوه وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

که څه هم بدخشان د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه ګڼل کیږي؛ د دې ولایت د سولې کمېټه وايي؛ په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې د حکومت یوسل پنځه اویا تنه وسله وال مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

د دې کمېیټې رییس مولوي عبدالواحد طیبي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛ د سولې له بهیر سره د وسله والو مخالفانو د یوځای کېدو په بهیر کې دوه درې برابره زیاتوالی راغلی:

"په ۱۳۹۳کال کې د سولې له پروسې سره ۱۷۵ تنه وسله وال یوځای شوي چې د تېرو کلونو په پرتله دوه درې چنده زیاتوالی ښيي؛ د بدخشان د سولې کمېټې د۱۳۹۱کال د پسرلي په موسم کې په کار پیل کړی چې تراوسه یې څه باندې پنځه سوه تنه وسله والو مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي؛ دوی بای میټریک شوي او له همدې لارې معاش اخلي."

ښاغلی طیبي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې سلګونو وسله والو مخالفانو چې بهرنیان هم په کې وو؛ د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو په امنیتي پوستو حمله وکړه.

افغان چارواکي وايي چې په یاده حمله کې نږدې دیرش افغان سرتیري وژل شوي؛ څوارلس ټپیان او یوشمېر لادرکه دي.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې ‌ډیری بهرني جنګیالي فعال دي چې د ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او چیچین اوسېدونکي دي.

د بدخشان د سولې د ولایتي کمېټې رییس وايي؛ د ملي وحدت حکومت مشران باید د افغانستان د سولې مساله له جغرافیوي حدودو بهر له ډیپلوماټیکو او سیاسي لارو حل کړي.

عبدالواحد طیبي وايي، افغان چارواکي باید د هغو هېوادونو له مشرانو سره جدي خبرې وکړي چې جنګیالي یې په افغانستان کې جګړه پرمخ وړي:

"تر هغې چې د ملي وحدت حکومت رهبران د سولې موضوعات د افغانستان له جغرافیوي حدودو د باندې له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل نه کړي؛ زما په اند د افغانستان د جګړې موضوع نه شي حل کېدای."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان سولې ته د مناسب حل لارې د لټون په خاطر د سیمې له هېوادونو سره په ګډه هلې ځلې پیل کړي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې د مرستې ژمنه کړې؛ خو په دې برخه کې تراوسه کوم څرګنده پرمختګ نه ترسترګو کیږي.

د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي؛ افغان حکومت باید نړیواله ټولنه قانع کړي؛ څو په پاکستان فشار راوړي چې د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفان چې په پاکستان کې پټنځایونه لري؛ له افغان حکومت سره د سولې خبروته کېنوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG