د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره ایران ته د ولسمشر اشرف غني د سفر اهمیت او په افغانستان کې د سړي تښتونو پیښو ته ځانګړي کړي دي.
ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د داعش په وړاندې د ایران او افغانستان د ګډې مبارزې اړتیا.
په سرمقاله کې راغلي چې افغانستان باید له ستونزو نه د وتو او له تروریزم سره د مبارزې په هدف له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.
سرمقاله لیکونکي ویلي چې د منځني ختیځ جګړو د ایران او سعودي پر اړیکو سیوری غوړولی، خو افغانستان باید هڅه وکړي چې له دې دواړو هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولري.
په سرمقاله کې دغه راز راغلي چې ولسمشراشرف غني باید ایران ته له خپل سفره ښه ګټه پورته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ موجوده ستونزې هوارې او د باور فضا رامنځ ته کړي.
انصار ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې د ایران د ولسمشرحسن روحاني څرګندونې رااخیستي چې ویلې یې دي، افغانستان او ایران د تروریزم او افراطیت په وړاندې ګډې مبارزې ته ژمن دي.
په مطلب کې د ښاغلي روحاني په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي، هرڅومره چې افغانستان د ثبات او امن خواته ځي، همومره د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه او اړیکې پياوړې کیږي.
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د سړي تښتونو د پیښو پر زیاتوالی اندیښنه ښودلې او لیکلی او ویلې یې دي چې داعش ته ورته طالبانو پر لویو لارو د سړي تښتونو لړۍ پیل کړې.
په مطلب کې راغلي چې حکومت باید د لویو لارو د امنیت لپاره اقدامات وکړي څو مسافر په خوندي ډول په کې تګ راتګ وکړي او که نه خلک به مدني حرکتونه پیل او بیا به یې مخنیوی ناممکن وي.
د مطلب لیکوال ویلي، که چېرې حکومت د سړي تښتونو پر پیښو همداسې چوپه خوله پاته وي، د خلکو او حکومت ترمنځ به فاصله نوره هم زیاته شي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د پکتیا د چارواکو په حواله لیکلي چې سړي تښتوونکو برمته شوي ماین پاکان د زرمت ولسوالۍ شاهي کوټ سیمې ته بیولي دي.
په مطلب کې راغلي چې دغه نولس تنه ماین پاکان د پکتیا په ختیځ کې په کار بوخت وو چې ناپیژنده کسانو وتښتول.