د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

افغانستان او ایران د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کې پرهمکارۍ موافقه وکړه


افغان او ایراني مشرانو په سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کې پر همکارۍ موافقه وکړه.

ولسمشراشرف غني د یوه دوه ورځني سفر په مخه پرون تهران ته ورسېد او له خپل ایراني سیال او نورو چارواکو سره یې وکتل.

د افغانستان او ایران مشرانو پرون په خپله کتنه کې له تروریزم سره د مبارزې په چاره کې د کابل او تهران ترمنځ د سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبرله مخې ولسمشر اشرف غني تهران ته د دوه ورځني سفرپه لومړۍ ورځ له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره تر کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې د کابل او تهران د امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

ښاغلی غني په داسې حال کې ایران ته سفرکوي چې افراطي وسله والو خپلو حملو ته زور ورکړی او د هېواد پر ثبات د حملو په ترڅ کې د شنبې په ورځ په جلال آباد کې یوې خونړۍ حملې نژدې یونیم سل کسان مړه او ټپیان کړل.

د ایران ولسمشرحسن روحاني په افغانستان کې د تروریستي حملو له کبله د ملکي وګړو پرمرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه او له تروریستانو سره د مبارزې په چاره کې یې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ولسمشرغني د تشدد وروستیو پېښو ته د اشارې په ترڅ کې د داعش ډله د هېواد امنیت ته یو نوی چلینج وباله خو ویې ویل چې افغانستان به له دې چلینجونو څخه بریالی ووځي.

ولسمشرحسن روحاني له افغانستان سره د ایران د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمینځ یووالی به نورهم پیاوړی شي.

ده همدا راز وویل؛ افغانستان او ایران د اقتصاد، کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې د خپلو اړیکو پراخولو ته لېوال دي او غواړي د چاه بهار ترانزیتي بندرله زاهدان سره وصل شي.

ښاغلي روحاني همداراز د مخدرو مواد پرضد مبارزې په چاره کې د افغانستان له دولت سره د تهران دهمکاریو خبره ژمنه کړه:

″دوه ډوله اقداماتو ته اړتیا ده. یو ډول استخباراتي- امنیتي اقدام دی چې دواړو هېوادونه له استخباراتي پلوه له یوبل سره په نژدې تماس کې وي.

د امنیتي اقداماتو له پلوه هم دواړه هېوادونه کولای شي چې د عملیاتو په چاره کې همغږي ولري او حتی په ځینو برخو کې ګډ عملیات وکړي.″

ښاغلي روحاني همدا راز د کوکنارو پرځای د بدیل کښت په ترویج کې له افغان کروندګرو سره د ایران د همکارۍ یادونه وکړه.

ایران ته د سفر پرمهال افغان ولسمشر په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو د ستونزو یادونه هم وکړه، ویې ویل چې دا موضوع د افغان حکومت لپاره حیاتي اهمیت لري.

ولسمشر غني وویل، کابل غواړي چې خپل هېواد ته په څو پړاوونو کې د افغان کډوالو د تدریجي او خپلې خوښې ستنېدو امکان برابر کړي.

ولسمشر اشرف غني د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې ایراني چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د ده حکومت به د افغانستان له خاورې د ګاونډیانو پرضد د کار اخیستو اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG