د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۵۷

افغان حکومت ته د ۳۱ تښتول شویو مسافرو د خپلوانو ګواښ


ولسمشره! د یو دیرشو برمته شوو مسافرو په اړه مو چوپتیا شرمونکي ده نتیجې به یې هم ناړه وي.

د یو دیرشو برمته شوو مسافرو په حق کې د عدالت غوښتنې شعارونه له جمهوري ریاسته تر ملي شورا ورسیدل.

د شنبې په ورځ چې د افغانستان ولسي جرګې کاندید وزیرانو ته د رایې ورکولو لپاره صندوقونه ایښودل د برمته شوو مسافرو خپلو خپلوانو او ځینې مدني فعالانو د جرګې غړو ته اجازه نه ورکوله چې شورا ته ننوځي.

دوی ملي شورا ته د ننوتو په لار کې ځنځیرونه تړلي وو او د حکومت د مسوولینو تر څنګ یې د ملي شورا غړي تورنول چې د برمته شوو یو دېرشو کسانو پر وړاندې یې د مسوولیت احساس نه دی کړی.

اعتراض کونکو له دې شعار سره چې د یو دېرشو مسافرو په اړه د جمهور رییس چوپتیا شرمونکي ده؛ شعارونه ورکول چې جمهور رییس دې استعفا ورکړي.

اعتراض کونکو ګواښ کاوه چې که هره خوا داسې چوپتیا وي؛ د ټولو دولتي ادارو دروازې به وتړي او چاته به اجازه ورنه کړي چې وزارتونو ته ننوځي.

یوه مدني فعاله عارفه پیکار:

"دا مقدماتي حرکت او حکومت ته ګواښ دی له دې وروسته که هر حرکت کیږي؛ مسوول به یې خپله جمهور رییس وي، نن مو د ولسي جرګې دروازه وتړله او که حالت تغیر ونه خوري ډاډه اوسې چې د ټولو وزارتونو دروازې به وتړل شي."

دا یو دېرش مسافر دوه میاشتې وړاندې د کابل ـ کندهار په لویه لار د مخ پټو وسله والو له خوا په زابل ولایت کې له موټرو ښکته شوي او لا یې هیڅ درک نشته.

له دې سره د ملي شورا یو شمیر وکیلان چې د اعتراض کوونکو سره ولاړ وو؛ وایي، د برمته شوو کسانو په اړه د حکومت او په ملي شورا کې د خلکو د ځینو استازو چوپتیا شرمونکي ده او دې کار د خلکو او حکومت تر منځ فاصله را منځته کړې ده.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي بکتاش سیاوش په دې اړه وویل:

"نن په کوم امید او په کوم زړه د همدې خلکو په استازیتوب چې لار یې تړلي باید پارلمان ته ننوځو او بیا هغې کابینې ته رایه ورکړو چې هغې ورځ مو د کورنیو چارو وزیر ته رایه ورکړه ایا د کورنیو چارو وزیر هغه څوک شو چې د برمته شوو کسانو په اړه ځواب ووایي."

له دې سره د برمته شوو کسانو د کورنی غړي چې تېره اونی یې د امنیت شورا په غونډه کې له جمهور رییس سره کتلي؛ وایي دوی ته د خپلوانو د بېرته راتګ په اړه هېڅ ډاډ نه دی ورکړل شوی.

علي محمد د برمته شوي خدابخش ورور دی؛ وایي، هره ماښام کور ته د تګ سره ورنه د خدابخش اولادونه د پلار د احوال پوښتنه کوي.

په خبرو خبرو کې د علي محمد له سترګو اوښکې روانې شوې او وایي ډېر ناهیلې شوی دی:

"ورور مې خدابخش نومیږي، عمر یې دوه دیرش کاله دی او پنځه اولادونه لري چې هره شپه کور ته ځم رانه د خپل پلار پوښتنه کوي چې حال یې معلوم شه کنه؟"

په داسې حال کې چې د اعتراض کوونکو د مخنیوی سره سره د ولسي جرګې غړي په نورو لارو تالار ته داخل شوي وه ځینو وکیلانو اعتراض کونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوشنبې ورځې په اجنډا کې به د یو دیرش برمته شوو مسافرو په اړه خبرې وکړي.

له دې سره اعتراض کوونکو او د برمته شوو کورنیو غړو ویل که ملي شورا هم دا موضوع جدي ونه نیسي؛ په پراخو لاریونونو به د ډیرو دولتي چارو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG