د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

ګلبهاری: د وسلو کموالي په سرپل کې نا امني زیاته کړې


په سرپل ولایت کې امنیتي چارواکي وايي دلته د دولت د مخالفو وسلوالو حضور پراخ شوى او وايي، چې د دولت مخالف وسلوال یا هم طالبان هڅه کوي تروریستي کړنې ترسره او امنیتي ځواکونه په نښه کړي.

د سرپل امنيه قوماندان نور حبیب ګلبهاري له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ومنله چې، په دې ولایت کې د مخالفینو حضور مخ په زیاتېدو دی او په عین وخت کې دوی هڅه پیل کړې چې د ناامنۍ رامنځته کېدو ترڅنګ ملکي خلکو او افغان پوځیانو ته هم مرګ ژوبله واړوي.

راپورونه وايي، چې د دولت د مخالفو وسلوالو فعالیت تر بغاوي چېرې چې د سرپل له مرکز څخه څو کیلومتره فاصله لري رارسېدلی او له همدې سیمي دوی افغان امنیتي ځواکونه ګواښي.

په عین وخت کې ګلبهاري وايي، چې د دولت مخالفو وسلوالو ته دا فرصت نه ورکوي ترڅو پر مرکز برید ترسره او دا سیمه ونيسي، بلکې دوی د خلکو په همکارۍ سره هڅه کوي دغه وسلوال په شا وتمبوي.

دا چې ولې نسبت په خوا ته اوس مهال د وسلوالو مخالفینو فعالیت په سرپل ولایت کې زیات شوي؟ ګلبهاري دې پوښتنې ته ځواب وايي:

"مخالفین هر ځای چې وي، هڅه یې همدا ده، ترڅو ورانکاري فعالیتونه ترسره او په عین وخت کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي. باید ووایم چې د درنو وسلو نشتون هم د نا امنۍ سبب شوی."

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې د بلخاب او مرکز سرپل پر لاره مخالفین خلک له موټرونو راکښته کوي، وژني یې او یا هم ډېر وخت ترې پیسې اخلي بیا یې خوشې کوي.

دا يوازې د سرپل ولایت اوسېدونکي نه دي چې دلته د ناامنۍ او د مخالفینو د حضور له زیاتوالي شکایت کوي، بلکې له څو اوونیو راپدېخوا بلخ کې هم د نا امنۍ زیاتوالي د دې ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

مجیب الرحمن حبیبزی، سرپل

XS
SM
MD
LG