د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

کريمي: افغانستان و پاکستان د ګډ دښمن له ګواښ سره مخ دي


د افغانستان لوی درستیز شیر محمد کریمي
د افغانستان لوی درستیز شیر محمد کریمي

د افغان ملي پوځ لوى درستيز جنرال شير محمد کريمي وايي چې پاکستان او افغانستان دا مهال د غېر ډيموکراتو قوتونو له ستر ګواښ سره مخ دي؛ نو بايد دواړه هېوادونه د دغو عناصرو د مخنيوي لپاره ګډې هلې ځلې وکړي؛ څو خپلو ولسونو ته د يو ښه او سوله ييز ژوند زمينه برابره کړي.

نوموړي همداراز وايي، د سيمې د هېوادونو امنيت له يو بل سره تړلى دى او يو هېواد نه شي کولاى چې په خپل ګاونډي هېواد کې له سولې او ثبات پرته په خپل هېواد کې سوله او امنيت ټيګښت کړي.

شير محمد کريمي دا څرګندونې د شنبې په ورځ د پاکستان په مهم پوځي مرکز کاکول کې د يوې غونډې ګډونوالو ته چې دى يې مشر مېلمه و؛ د وينا پر مهال وکړې.

د افغان پوځ لوى درستيز چې په يو دوه ورځني سفر پاکستان ته راغلى؛ تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ په مرکزي قرارګاه کې له خپل پاکستاني سيال جنرال راحيل شريف سره وکتل او د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې په امنیت او په دفاعي برخه کې د همکاریو پر زیاتېدو او د اړیکيو د پراخېدو پر موضوعاتو خبرې وکړې.

شير محمد کريمي په کاکول کې د وينا پر مهال وويل؛ ترهګر هره ورځ زموږ بې ګناه ولسونه وژني چې بايد د مخنيوي لپاره يې جدي او نتيجه لرونکې اقدامات وشي.

د هغه په وينا، زموږ سيمه له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د ترورېزم او جګړې په اور کې سوځي؛ خو اوس د دې فرصت شته، په سيمه، په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې سوله و امنييت ټينګ کړى شي:

"دغه نوى دښمن چې زموږ و ستاسو ګډ دښمن دى او له کومې مذهبي ډلې او يا زموږ و تاسې له خوا په رسميت نه دى پېژندل شوى؛ هڅه کوي چې زموږ سيمه له ګواښ او ويرې سره مخ کړي. ددغه ګواښ د مخنيوي او دې ته د ماتې ورکولو لپاره بايد هېوادونه، په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه په متقابل درناوي ولاړې، رښتينې، نيزدې او نتيجه خيزې همکارۍ ولري، چې په سيمه کې د برابرۍ، د ګډو ګټو پر خونديتوب او د يو بل په هېواد کې د نه لاسوهنې په بنسټ ولاړې وي."

نوموړي همدا راز وويل، چې په سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي تر ټولو اسانه لار د ولسونو ملاتړ ترلاسه کول دي او پر دولتونو او امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ، چې د خپلو ولسونو د هوسا ژوند او د هغې د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي.

جنرال کريمي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستيو کې په پيل شويو ستراتېژيکي خبرو اترو ډاډ وښود او ويې ويل:

" د دواړو هېوادونو [ افغانستان او پاکستان] ترمنځ روانې ستراتېژيکي خبرې اترې ماته ډېر ډاډ او اميد راکوي. موږ ته پکار دي، چې د خپلو ولسونو د سوله ييز ژوند د تامين او په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره خپلې هلې ځلې لا زياتې او پياوړې کړو. موږ بايد له دغه تاريخي فرصته ګټو واخلو او پرېنږدو، چې دا موقع مو له لاسه ووځي."

دا په نژدې څلورو میاشتو کې د سترجنرال کریمي د پاکستان دوهم سفر دی. نوموړى تېر ځل په دسمبر کې هغه مهال پاکستان ته راغلى و، چې په پیښور کې طالبانو پر پوځي ښوونځي حمله وکړه او ۱۵۰ کسان یې ووژل چې اکثر یې زده کوونکي وو.

د يادونې وړ ده، د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې ښې شوي دي او افغان حکومت د فبروري په میاشت کې شپږ تنه افغان عسکر د پوځي روزنې لپاره پاکستان ته واستول چې دوی ته د پاکستان په پوځي اکاډیمۍکاکول کې روزونه ورکول کیږي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG