د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

سرنوشت: ولسي جرګه د حکومت له خوا له سخت فشار سره مخ ده


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب د ولسي جرګې له خوا کاندید وزیرانو ته د باور رایې ورکولو او د بدخشان د جګړې په اړه د کورنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ولسي جرګه، کاندید وزیران او فشار.

په سرمقاله کې راغلي چې د کاندید وزیررانو له لست څخه داسې ښکاري چې يو شمیر یې مسلکي دي؛ خو ځینې نور یې بیا د سمت، ګوند، ژبې او نورو ورته ځانګړتیاو له امله ټاکل شوي دي.

د سرمقالې لیکوال وایي، ولسي جرګه د حکومت له خوا له سخت فشار سره مخ ده تر څو دغو کسانو ته رایه ورکړي او حکومت له سرپرستانو خلاص شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د خلکو انتظار دادی چې کاندید وزیرانو ته د رایې ورکوونې بهیر ډیر ونه ځنډیږي.

په دې مطلب کې راغلي چې د ولسي جرګې له خوا د ټولو کاندید وزیرانو تایید ستونزمنه موضوع ده ځکه چې حکومت د تیر په شان په ولسي جرګه کې نفوذ نه لري.

سرمقاله لیکوونکي ویلي، د ولسي جرګې غړي باید د کاندید وزیرانو په وړاندې له شخصي او سلیقوي چلنده ډډه وکړي او هغوی ته د مسلک او وړتیا له مخې رایه ورکړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د کورنیو چارو د وزیر نورالحق علومي په حواله لیکلي چې په بدخشان کې د ملي اردو د سرتیرو د وینو غچ اخلو.

په مطلب کې وړاندې لیکل شوي چې د فیض آباد امنیتي ځواکونو ته د کورنیو چارو د وزیر له خوا امر شوی چې د امنیتي ځواکونو بدل واخلي.

په مطلب کې لیکل شوي چې د بدخشان امنیتي ځواکونو ته د کورنیو چارو د وزیر له خوا دا دنده هم ورکړل شوې؛ څو په دې ولایت کې د میشتو کورنیو او بهرنیو مخالفینو په وړاندې جدي اقدام وکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د بدخشان په وروستۍ خونړۍ پیښه کې بهرنیو جنګیالیو لاس درلود.

په مطلب کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقی په حواله لیکل شوي چې د جرم او وردوج ولسوالیو اوسیدونکي هم د بهرنیو جنګیالیو له فعالیته په تنګ او اندیښمن دي.

په مطلب کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت په بدخشان کې د بهرنیو جنګیالیو کره شمیره نه څرګندوي؛ خو د بدخشان د چارواکو په حواله لیکل شوي چې بدخشان په شمال کې د بهرنیو جنګیالیو په لویه اډه بدل شوی دی.

XS
SM
MD
LG