د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۰

علومي: افغان ځواکونه دې بدخشان کې د کورنیو او بهرنیو جنګیالیو پرضد جدي اقدامات وکړي


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت افغان امنیتي ځواکونوته امر کړی چې په بدخشان ولایت کې د کورنیو او بهرنیو جنګیالیو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، هغه بهرني جنګیالي چې د جرم ولسوالۍ په خِستک سیمه کې دي د افغان ځواکونو په وړانډې په وروستۍ خونړۍ حملې کې لاس لري.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون یو شمېر غړي وایې، ترهغې چې افغان امنیتي ځواکونه تجهیزنه شي نو د وسله والو په وړاندې به دا ډول عملیات نتیجه ورنکړي.

وروسته له هغې چې داسې راپورونه خپاره شول چې بدخشان د هېواد په شمال کې د افراطي ډلو ترټولو لوی مرکز دی چې کورني او بهرني وسله وال په کې راټول شوي دي د کورنیو چارو وزیردغه ولایت ته د سفر پرمهال د دې ولایت له امنیتي ځواکونو سره خبرې کړي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي همدارنګه په بدخشان کې افغان امنیتي ځواکونو ته امرکړی چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو وردوج او جرم کې د کورنیو او بهرنیو جنګیالیو د لمنځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغو ولسوالیو اوسیدونکي هم د بهرنیو جنګیالیو له فعالیت څخه اندیښمن دي:

″هغه ترورستان چې په اړه یې د خلکو له خوا موږ ته معلومات راکړل شوي دي، په مراتبو کم دي، خو د دغو ترورستانو شمېرلسګونو او ان سلګونو ته رسیږي، د کورنیو چارو وزیر وغوښتل چې په دې برخه کې یو واضع تصویر ولري، موږهڅه کوو چې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلو ترڅو دغه ترورستان له منځه یوړل شي.″

سره له دې چې ښاغلي صدیقي د دغو جنګیالیو د دقیق شمېر په اړه معلومات ورنکړل خو له دې مخکې د بدخشان مرستیال والي ویلي چې د جرم خِستک سیمه د هېواد په شمال کې د طالبانو په ستره اډه بدله شوې ده.

مرستیال والي ګل محمد بیدارهمدارنګه ازادۍ راډیو ته ویلي چې شاوخوا زرتنه وسله وال چې نژدې نیمايي یې بهرني تروریستان دي په خِستک سیمه کې راټول شوي.

دا خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي چې سلګونو وسله والو په دې وروستیوکې د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو پرپوستو حمله وکړه چې په نتیجه کې یې لسګونه سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون یو شمېرغړي ټينګارکوي چې د وسله والو مخالفانو د لمنځه وړلولپاره باید افغان ځواکونه پوره تجهیز شي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون غړي خالد پشتون ازادۍ راډيو ته وویل:

″زه په پوره ډاډ سره ویلای شم چې دوي په عملیاتو کې ډيرښه ځلیدلي دي خو شرط دا دی چې دوي د دغو عملیاتو لپاره تجهیز شي، سلاح ، مهمات او هوایې قوت ورکړل شي نو افغان ځواکونه پوره وړتیا لري.″

له نړېوالو ځواکونوڅخه افغان امنیتي ځواکونوته د امنیتي مسوولیتونو د واک تر بشپړ لېږد وروسته افغان امنیتي ارګانونو تل دا خبره کړې چې دوی په خپلواک ډول له هېواده د دفاع توان او وړتیا لري، خو داسې انتقادونه موجود دي چې په ځینو مواردو کې لا هم ستونزې موجودې دي.

ویل کېږي د افغان ځواکونو د ښه تجهیز ترڅنګ بله لویه ستونزه چې افغان امنیتي ارګانونو چلنجوي هغه د استخبارتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې نه همغږي او پرخپل وخت سره یې په اړه د اجراتو ترسره کول دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG