د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

عابدي: دفاع وزارت ته د کاندید معرفي د ولسمشر لومړیتوب دی


د ولسمشر ویاند اجمل عبیدعابدي
د ولسمشر ویاند اجمل عبیدعابدي

افغان حکومت وايي، ولسمشراشرف غني د هېواد د دفاع مسوولیت ته ژمن دی او ډېرژر به د دفاع وزارت ته کاندید معرفي کړي.

د دولت د ریاست ویاند له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دفاع وزارت او نورو تشو پوستونو لپاره کاندیدان به د ملي اجماع او د هېواد ملي ګټو ته په پام سره معرفي شي.

د دولت د ریاست ویاند وايي چې ولسمشر د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د هغو په اړه د تصمیم نیولو بشپړ صلاحیت لري.

ولسمشر په تېرو څو ورځو کې له دفاع وزارت پرته د نورو ټولو وزارتونو لپاره کاندیدان معرفي کړل چې په پام کې ده د راروانې اونۍ په پیل کې ولسي جرګه هغو ته د اعتماد رایې ورکړي.

د ولسمشر ویاند اجمل عبیدعابدي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دفاع وزارت ته د یوه وړ کاندید معرفي کول د ولسمشر له لومړیتوبونو څخه دي:

د افغانستان جمهوررییس د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د افغان ځواکونو د ملاتړ او د هغو په اړه د تصمیم پوره صلاحیت لري او دا کار د ولسمشر په لومړیتوب کې شامل دی.

ولسمشر د سترې محکمې او افغانستان بانک د ریاستونو او د لویې څارنوال پوستونو ته هم تراوسه کاندیدان نه دي معرفي کړي خو په داسې حال کې چې ناامنیو په دې وروستیو کې زور اخیستی، د دفاع وزارت لپاره د کاندید مسئله مهمه شوې ده.

ښاغلی عابدي وايي، دفاع وزارت او نورو څوکیو ته د کاندیدانو په غوره کولو کې د ولسمشر لپاره عمومي اجماع، د هېواد ګټې او د قانون درناوی درې مهم اصلونه دي:

جمهوررییس هره پرېکړه چې کوي، غواړي یو کلي توافق او یوه اجماع موجوده وي. دوهم اصل د افغانستان او د افغانستان د خلکو ګټې او همداراز د نافذه قوانینو رعایتول دي. کله چې اجماع رامینځ ته شوه او یوه کلي توافق ته سره ورسېدو، د دفاع وزارت او نورو تشو پوستونو لپاره کاندیدان به معرفي کېږي او ولسمشر به خپله پرېکړه د افغانستان ولس ته اعلان کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت لپاره د کاندید معرفي وروسته له هغه په یوه لانجه بدله شوه چې جنرال افضل لودین له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو او حتی د ناتایید شويو راپورونو له مخې د اجراییه رییس او ولسمشر ترمینځ د دې موضوع پرسر لانجه شوې ده.

احمدتکل

دغه راپور په غږ کې واورئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG