د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

پاکستان په رسمي ډول د افغان سوداګرو مالونوته د لیږد اجازه ورکړه


د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وايي، په دې وروستیوکې له بل هروخت نه د افغانستان او پاکستان په اقتصادي اړیکو کې ښه والی راغلی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیردستګیرخان خرم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د روان میلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه به هره اوونۍ د افغان سوداګرو څلور سوه موټره سوداګریز مالونه د اور ګادي په وسیله تورخم ته انتقالیږي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وايي، افغان سوداګروته د ترانیزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوې د برابرو لو په لړ کې په درې مواردو کې موافقه شوې ده.

د افغاني مالونو اتیا په سلوکې د پلټنې کموالی، د هند واګې بندرپورې د افغان سوداګرو د مالونو انتقال او د اورګاډي له لارې تر تورخم پورې د افغان سوداګرو د مالونو انتقال هغه اسانتیاوې دي چې پاکستان افغان سوداګرو ته برابرې کړي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر دستګیرخرم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې اړه یې له افغان ولسمشر او نورو افغان چارواکو سره خبرې کړي دي:

″پاکستان دامهال په رسمي توګه د افغان سوداګرومالونوته د حمل او نقل اجازه ورکړې ده، دا په دې دلیل چې د پاکستان د ګمرکاتو په (IT) سیسټم کې بدلون ممکن شوی دی.

دویم دا چې موږ د افغان سوداګرو مالونه له سل په سلو کې پلټنې څخه شل په سلو ته راښکته کړی او دریم اقدام مو چې کړی اوس افغان سوداګر کولای شي خپل مالونه په مستقیمه توګه د پاکستان له لارې د هند واګې تر بندر پورې انتقال کړي.″

ښاغلي دستګیرخان زیاته کړه، د روان میلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه به هره اوونۍ د افغان سوداګرو څلورسوه موټرې مالونه د اورګاډي په وسیله تورخم ته انتقالیږي.

نوموړي همدا رنګه وویل، دا مهال د افغان سوداګرو نوي په سلوکې مالونه له کراچۍ څخه په اته څلویښت ساعتونو کې افغانستان ته رسیږي چې دا په خپله د افغان سوداګرو لپاره یوه اسانتیا ده.

پاکستان په داسې حال کې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو چارو اړیکو د ښه والي او همدارنګه افغان سوداګرو ته د اسانیاوو د برابرولو لپاره اقدامات کوي چې یاد هېواد غواړي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپله سوداګري پراخه کړي.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال د نومبرپه میاشت کې له پاکستاني چارواکو سره د د سوداګرۍ او ترانیزیټ په برخه کې قرارداد لاسلیک کړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې د سوداګرۍ د اسانتیاووپه برخه کې د پاکستان وروستی اقدام د همدې قرارداد یو برخه وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست مزمل شنیواري د پنجشبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، له پاکستان سره د افغان سوداګرو اویا تراتیا سلنه سوداګریزې ستونزې حل شوې دي:

″د پاکستان د سوداګرۍ وزیر او مرستیال یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل په هدف افغانستان ته راغلي وو، له افغان حکومتي چارواکو او افغان سوداګرو سره لیدنې او کتنې درلودې، په دې درې ورځني سفر او خبرو اترو کې د افغان سوداګرو د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې له اویا نیولې تر اتیا فیصده ستونزې حل شوې، افغان سوداګر هم په همدې خوشحاله دي، موږ هیله لروهغه ستونزې چې اوس هم شته هغه به هم حل شي، پاکستاني لوري یې موږ سره د حل ژمنې کړې دي.″

د یادونې ده چې تردې پخوا افغان سوداګرپه پاکستان کې د ترانزیت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

افغان سوداګرو شکایت درلود چې افغاني مالونه د پاکستان په بندرونوکې په میاشتو میاشتو پاتې کېدل چې له امله یې سوداګریزو مالونه ته زیان رسیده.

د چارو اقتصادي کارپوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د سوداګرۍ په چارو کې په شویو موافقو باید له پاکستان نه تضمین واخیستل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG