د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

مدني ټولنې: د واک په سرد معاملو زیانونه ملت ویني


یو شمېرمدني ټولنې او ګوندونه په هېواد کې د ناامنۍ وروستی پیښې د اندیښنې وړبولي او وایې چې حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره مسولانه عمل نه دی کړی.

د همبستګۍ ګوند لسګونو غړو او د عدالت د ټینګښت په نوم مدني فعالانو په بېلابیلو اعتراضیه غونډو کې د حکومت مشران پړه وبلل او ویې ویل چې د دوی د اختلافاتو له امله په هېواد کې امنیت خراب شوی او افغان ځواکونو ته ځاني تلفات هم اوښتي دي.

د هېواد په بېلابېلوسیموکې پرلپسې وروستیو امنیتي پیښو د مدني ټولنو یوشمېرفعالانو، ځینې ګوندونو او د عاموخلکو اندیښنې را پارولي او وایې چې حکومت د روان وضعیت د ښه کېدو لپاره لازمې هڅې نه دي کړي.

د همبستګۍ ګوند لسګونو غړو د پنجشنبې په ورځ د کابل د شهرنوپه پارک کې د ملي وحدت حکومت په ضد شعارونه ورکړل او د حکومت مشران یې ملامت کړل چې د دوی د اختلافاتوله امله په هېواد کې درانه انساني تلفات رامنځ ته شوي دي.

د دې ګوند سیاسي مرستیال حفیظ راسخ رسنیو ته وویل، د واک په سرمعاملو امنیتي وضعیت خراب کړی چې زیانونه یې ملت ویني:

″دوه ښاغلي په معامله نه جوړیږي دوی نه دی توانیدلی چې دفاع وزیرپیدا کړي یو هېواد چې د څومیاشتو لپاره د دفاع وزیر ونه لري نوحال به یې څه وي دا حکومت زموږ غوښتنې نه شي پوره کولای.″

په ورته وخت کې په یوه بله اعتراضیه غونډه کې د ټولنیزعدالت د ټینګښت په نوم د مدني ټولنې غړو هم حکومت تورن کړچې د څو میاشتو په تیریدو یې د خلکو لومړی اړتیا امنیت ته رسیده ګي نه ده کړې بلکې امنیتي وضعیت له پخوا هم خرابه شوی دی.

د دې ټولنې مسول احمد زکي په خبري غونډه کې وویل، د ملي وحدت د حکومت مشران باید د لسګونو امنیتي ځواکونو او د عامو خلکو د وژل کېدو ځواب ووايي.

د ده په وینا دوی نه توانېدلې چې د نېږدې اوه میاشتو په تیریدو سره د ملي دفاع وزیر او لوی درسیتز وټاکي:

″دلته انسانان سوځول کېږي، بې ګناه کسان برمته کېږي ان د اردو هغه زلمیان مظلومانه وژل کېږي چې زموږ نسبي ارامتیا یې تامین کړي او د نظام د حاکمیت لپاره هڅې کوي.″

په هېواد کې د ناامنیو په اړه اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې په څو وروستیو اونیو کې په بدخشان، خوست، هلمند، لوګر او ځیني نورو سیموکې یو شمېرمرګونې پېښې رامنځته شوي دي.

په بدخشان کې د تیرې جمعې په ورځ وسله والود امنیتي ځواکونو په پوستوحمله وکړه چې د ملي اردو ځواکونو په کې تردیرشو زیات تلفات درلودل اوله هغې مخکې په خوست کې انتحاري حملې د شاوخوا شلو کسانو ژوند واخیست.

په عین حال کې حکومت وایې چې په هېواد کې له روانې ناامنی څخه زوریږي او هڅه کوي چې په ټول توان سره حالت ښه شي.

د حکومت د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادۍ راډيوته وویل چې حکومت شوي امنیتي پیښي په جدیت سره څیړي:

″هیڅوک هم په دې وضعیت خوشحاله نه دي حکومت په دې برخه کې جدي کارونه پیل کړي ترڅو وضعیت ښه شي د بدخشان د پیښې په شمول وروستی ټولې پیښې څیړل کېږي او د دفاع وزیراو لوی درستیزد ټاکلو لپاره هم جمهورریس او اجرایه ریس په ګډه کار کوي.″

د چارو یو شمېرکارپوهان او عام افغانان وایې، د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د ملي وحدت د حکومت مشران ژرترژره د دفاع وزارت او لوی درستیزچوکېو ته په وړو کسانو سره سلا شي.

دوی دا هم وايي چې د نویو کسانو په ټاکل کېدلو سره پخواني هغوی هم باید له مجازاتو بچ نشي، کومو چې خپل امنیتي مسوولیتونه په سم ډول نه دي ترسره کړي او د امنیتي پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

XS
SM
MD
LG